د لاسرسي ځای

په افغانستان کې د امن لپاره به پر پاکستان فشار ساتو


د امريکا ولسمشر باراک اوباما اعلان کړی چې له افغانستان به د راتلونکې کال تر آخره پورې ۳۳ زره پوځيان وباسي.د وتونکو پوځيانو دا شميره په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو ۳۰ فيصده جوړوي.

اوباما په سپينه ماڼۍ کې په يو تقرير کې وويل، چې اوس له افغانستانه د پوځيانو ويستل امکان لري ځکه چې د هغه په وينا امريکا او اتحادي هيوادونو د القاعده د زور کمولو هدف ته رسيدلي، طالبانو ته يې درانه زيانونه اړولي او افغان ځواکونه يې تر دې حده روزلي چې د خپلو خلکو امنيت وساتي. هغه وويل،” موږ په يو پياوړي حالت کې د پوځونو ويستل پيلوو. القاعده د سپتمبر د نهمې او يوولسمې نيټې راهيسې له بل هر وخته تر سخت او نور فشار لاندې ده. له پاکستانيانو سره په شريکه مونږ د القاعده له نيمايي څخه زيات مشران وژلي دي. او موږ د خپلو قوي استخباراتو او ځانګړو ځواکونو په لاس د القاعده مشر اسامه بن لادن وژلی دی. ٬٬

امريکا پلان لري چې په دوو مرحلو کې پوځيان له افغانستانه ووځي. هغه وویل ۵۰۰۰ پوځيان به په دې اوړي کې خپل هيواد ته ستانه شي او ۵۰۰۰ نور به د دې کال په پای کې له افغانستانه ووځي. ۲۳ زره نور به راتلونکي کال کې ووځي او په دې توګه به په افغانستان کې ۷۰ زره امريکايي پوځيان پاتې شي.
د پاکستان په اړه د ولسمشر بارک اوباما پر څرګندونو د سیاسي چارو کارپوه خادم حسین نظر
امريکايي ولسمشر باراک اوباما د خپلې وینا پر مهال د پاکستان په اړه هم خبرې وکړي او ویې ويل چې په سيمه کې د امن لپاره د خپلې برخې اخيستلو زياتولو لپاره به پر پاکستاني حکومت فشار قايم وساتي. د اوباما په وينا پر پاکستان به د خپلو وعدو د پوره کولو لپاره ټينګار کوي.



اوباما وويل چې د افغانستان په ځينو ولايتونو کې ستونزې شته خو په ځينو نور کې امنيت افغان ځواکونو په خپل لاس کې اخيستی. هغه د افغان ځواکونو ستاينه وکړه چې ياغيانو سره د دې اوږدې او سختې جګړې مشري پر غاړه اخلي. نوموړي وويل چې افغانستان اوس له يولکو څخه زيات پوځيان لري، د پوليسو د ځواکونو په جوړولو بوخت دی، ښوونځي او بازارونه پکې پرانيزي، خپلو خلکو ته کارونه برابروي او ښځو ته د مخکې تګ موقعه په لاس ورکوي خو هغه وويل ،” موږ له افغانستانه يو خيالور او کامل هيواد نه شو جوړولی. مونږ به تل تر تله د دې هيواد د کوڅو څار او په غرونو کې ګزمې نه کوو. دا د افغان حکومت زمه واري ده چې د خپلو خلکو د خوندي ساتلو وړتيا پيدا کړي او جګړه ځپلی اقتصاد پر يو پايداره اقتصاد بدل کړي. موږ دا کولی شو او کوو به يې چې له افغانانو سره اوږده مهاله اړيکې ولرو. داسې اړيکې چې دا يقيني کړي چې مونږ به د ترهګرو په نښه کول جاري ساتو او د خود مختاره افغان حکومت ملاتړ به کوو. ٬٬

د امريکايي پوځيانو د ويستلو اعلان په داسې وخت کې مخې ته راځي چې باراک اوباما په امريکا کې د افغانستان د جګړې د ختمولو لپاره تر سخت فشار لاندې دی. د کانګرس ډير شمېر غړي او عام خلک دا ګڼي چې په ياد هيواد کې جګړه نه شي ګټل کيدای، په اقتصادي لحاظ ګرانه ده او د امريکايانو د وينې په توييدلو نه ارزي.


د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د خپل امریکايي سیال باراک اوباما د اعلان هرکلی او ملاتړ وکړ.دی وايي ، "نن موږ د امریکايي ولسمشر باراک اوباما د دې پرېکړې هرکلی کوو چې د روان کال تر پایه به لس زره او د راتلونکي کال تر نیمايي پورې به ټول درې دېرش زره عسکر له افغانستانه وباسي. دا د دوي او د افغانستان د خلکو لپاره یو ښه ګام دی. موږ د دې پرېکړې ملاتړ کوو او زه افغان ولس ته مبارکي وایم. زما خواهش دی چې افغان ولس په داسې ډول خوندي وي چې د امنیت چارې یې په ‌مه وارو لاسونو کې وي.


بلخوا طالبانو رسنیو ته په یوه لیک کې د باراک اوباما دا اعلان یو علامتي ګام بللی او وايي امریکا خپل ولس ته د جګړې د ختمولو دروغجن امیدونه ورکوي.


نيويارک ټايمز ورځپاڼې ته د اوباما د ادارې يوه چاوراکي ويلي چې په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو مشر جنرل ډيويډ پيټريس د خپل ولسمشر د دې پريکړې ملاتړ نه کوي. له افغانستان څخه د پوځيانو د ويستلو په اړه پيټريس ويلي وو چې دا کار بايد په ډير احتياط او په کراره کراره ترسره شي.

په افغانستان کې د ګډو ځواکونو مشر امریکايي جنرال ډیويد پټریاس


يو امريکايي څيړونکي او د امريکا د دفاع وزارت پخواني مرستيال وزير لارینس جی کورب وايي چې د امريکايي پوځيان وتل به په افغانستان کې د سټريټيجۍ له پلوه بدلونه راوړي. نوموړي وويل،” زما په خيال ناټو به افغان ځوکونو ته ډير مسوليت او ذمه وارې وروسپاري او تر ډيره به د ياغيانود ځپلو پر ځای د ترهګرۍ ځپلو ته پام اړوي. په بل عبارت امريکا به يوازې هغه وخت خپل زور کاروي چې افغان امنيتي ځواکونه د يو حالت مقابله نه شي کولی او يا هم دا چې طالبان کوشش وکړي چې ځينو ټاکلوځايونو ته ورستانه شي. ٬٬

د نوموړي په وينا امريکايي ولسشمر باراک اوباما افغانانو ته په خپله وینا کې په ډاګه کړه چې امريکا سمدستي نه ځي خو دا يې هم ورياده کړه چې يوه ورځ به دوی له افغانستانه وځي.

ياده دې وي چې تيرکال په ليزبن کې د ناټو په غونډه کې امريکايان او اتحاديان يې په دې سلا شول چې تر ۲۰۱۴ کال پورې به په افغانستان کې جګړه ييز عمليات ختموي. له هغه وروسته به د بهرنيوو پوځيانو رول يوازې د افغان ځواکونو سره د مرستندويانو په توګه پاتې شي.
XS
SM
MD
LG