د لاسرسي ځای

اوباما له افغانستانه د پوځیانو وېستلو پلان اعلانوي


د امریکا ولسمشر بارک اوباما به نن له سپينې ماڼۍ د هغه پلانونو اعلان کوي چې له افغانستان د خپلو شمېر ځواکوننو ویستل غواړي.

خبري اژانسونه د امریکایی چارواکو له خولې وایي نوموړي به سږ کال له افغانستانه د ۱۰زرو سر تېرو د ویستلو اعلان وکړي چې په روان دوبي کې به یې پیل ۵ زره پوځیانو سره وکړي. دا وخت په افغانستان کې د امریکا څه نا څه سل زره سرتيري موجود دي.

دغه اعلان په داسې حال کې مخې ته راځي چې نړیوال ځواکونه د ۲۰۱۴م کال پورې امنیتي چارې افغان ملي ځواکونو ته سپارل غواړي


اوباما د کانګریس د غړو او د امریکا د ولس تر فشار لاندې دې چې په افغانستان کې د یو ې لسیزې راهیسې روانې جګړې ته د پاي ټکی ایښودل غواړي
XS
SM
MD
LG