د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې مذهبي رجحانات


ژباړه: منورشاه

د فارن پالیسي مجلې په یوه مقاله کې یو پاکستاني څیړنکارامتیازګل لیکلي دي د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د جمعیت علماء اسلام یو غړي مولانا عصمت الله خان د اسامه بن لادن لپاره د دعا کولو غوښتنه وکړه چې ورسره په ۳۴۲ غړو کې یوازې دوه غړو ملتیا وکړه، د قامي اسمبلۍ سپیکروروسته په دغه عمل دنومړي نه د اجازت نه اخیستو په لړ کې وضاحت هم غوښتې وو.

لیکوال وايي دغه ډول فکر تر یو حده د ټولنې په نورو برخو کې هم لیدل کیږي، ددې نه علاوه پاکستاني ولس ته دا هم مالومه ده چې د هیواد په عدالتي نظام او بیو رو کریسي کې مذهبي سخت دریزي نشي ننوتلې خو وخت په وخت په پوځي مرکزونو، او جګ پوړي پوځي چارواکو بریدونه دا څرګندوی چې په دې اداره کې دننه د سخت دریزۍ شتون امکان لري.

امتیازګل وړاندې لیکي چې د نهې په ورځ د پوځ لخوا جګ پوړې پوځي افسر بریګیډیر علي خان د سخت دریزه ډلو سره د تړاؤ په تورنیولو ولسي خلک ډیر اندیښمن کړي دي او لیکوال وايي یو جګ پوړي يوځي چارواکي ورته ویلي چې په دې لړ کې د ځنې نورو افسرانو په اړه هم تحقیقات روان دي.

لیکوال وايي په بریګیډیر علي خان باندې دحزب التحریر نومې سخت دریزه ډلې سره دتعلقاتو لرلو تور دې، او دا ډله په بنیادي توګه د غربي نړۍ نه جنوبي ایشیاء ته راخوره شوې ده، چې بنیاد یې په ۱۹۵۳ کې ایښودل شوې وو، د امریکا ترڅنګه په یو شمیر غربي هیوادونو کې شتون لري او په زیاتره اسلامي هیوادونو کې پرې بندیز هم لګیدلې دې.

امتیاز ګل لیکي که څه هم دا ډله د قام ولۍ مخالفت کوي او وايي ټول مسلمانان یو قوم یعنې امت دې او په اسلامي هیوادونو کې نیغ په نیغه د جهاد کولو نه ډډه کوي، خو د ترهه ګرۍ پر ضد د نړیوال جنګ شورو کیدو سره سم یې په پاکستان کې را پاراؤنکي تبلیغي کمپاین شورو کړو چې پکې یې د امریکا تر څنګه د دې هیواد واکمنان هم د غربي نړۍ ایجنټان اوبلل او داراز په هغه صفونو کې ورګډ شو چې القایده او اخوان المسلمین پکې ولاړدي.

لیکوال وايي په حزب التحریرباندې یوازې په برتانیا کې بندیز نشته او دغه هیواد کې زیاتره خلک دا نظر لري چې دا ډله په تشدد کې لاس نه لري. په نورو هیوادونو کې دوي په پټه خپل کمپاین جاري ساتي.

امتیازګل د فارن پالیسي ددې مقالې په آخر کې لیکي که څه هم دوي نیغ په نیغه په تشدد کې لاس نه لري خو ددوي تبلیغات راپارؤنکي دي چې تشدد ته لار جوړوي. ځکه چې پاکستان کې تعلیم ډیر کم دې، خلک دیو شمیر ستونزو سره مخ دي نو ډیر په آسانه یې دغه تبلیغات د وسله والو ډلو لور ته بیايي.
XS
SM
MD
LG