د لاسرسي ځای


ژباړه:احمدشاه اعظمي

امريکايي ورځپاڼي وال سټريټ جورنال د پيو تحقيقاتي مرکز د يو سروې حال خپور کړی دی او ليکي چي په پاکستان کي زياتره کسان د پوځ لخوا د طالبانو په ضد له جنګ څخه خوښ نه دي. بلخوا د پاکستان زياتره خلګ هندوستان او امريکا خپل لوی دښمنان ګڼي.

د پيو په نامه نړيوال تحقيقاتي مرکز د څه باندي درې زره پاکستانيانو څخه پوښتني کړي او بيا دې نتيجې ته رسېدلی دی چي يوازي ۳۷ فيصده پاکستانيان د پوځ لخوا پر افغان پوله له طالبانو سره د جنګ ملاتړ کوي. دا شمېره تر دوه کاله مخکي ۱۶ فيصده را ټيټه شوې ده.

له طالبانو سره په جنګ کي د پاکستان څه باندي درې زره عسکر وژل شوي دي. امريکا پر پاکستان ټينګار کوي چي له طالبانو سره د جنګ لپاره نور ډېر سرتيري وليږي چي دا ډول د پولي دواړو خواوو ته پر طالبانو فشار زيات شي. خو اوس هم پاکستانيان امريکا او هندوستان خپل تر ټولو لوی دښمنان ګڼي.

د پيو د سروې له مخي يوازي ۱۲ فيصده پاکستانيان د امريکا په اړه مثبت نظر لري. بل پلو يوازي ۱۴ فيصده پاکستانيان دا خبره مني چي تېره مياشتد امريکايي ځواکونو لخوا د پاکستان په اېبټ آباد ښار کي اسامه بن لادن ووژل شو.

په پاکستان کي د سخت دريځۍ په اړه سروې ليکي چي ۱۲ فيصده کسان القاعده او طالبانو ته په ښه نظر ګوري.

د سروې له مخي په پاکستان کي هندوستان ته د تر ټولو لوی دښمن په سترګه کتل کيږي او په هرو څلورو کسانو کي درې کسان د هند په اړه منفي نظر لري او دا هيواد د پاکستان لپاره تر القاعده او طلبانو لا زيات خطرناک ګڼي.

زياتره پاکستانيان د پوځ پر مشر جنرل اشفاق پروېز کياني نيوکه کوي چي د امريکا لخوا د ايبټ آباد د عملياتو په مخنيوي کي پاته راغلی خو بيا هم ۵۲ فيصده کسانو د نومړي په اړه ښه نظر ورکړی دی. د سروې له مخي په پاکستان کي ۷۹ فيصده کسان د پوځ په اړه دا نظر لري چي په هيواد کي غوره اغېز لري.

له دې سره په تضاد کي يوازي ۱۱ فيصده پاکستانيان د ولسمشر آصف علي زرداري په اړه ښه نظر لري. تېر کال ۲۰ فيصده کسانو د ولسمشر په اړه ښه نظر ځرکند کړی وو.
XS
SM
MD
LG