د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستاني پوځ کې تندلاریتوب


د پاکستان پوځ د سه شنبي په ورځ یو لوړپوړی پوځي چارواکي بريګيډيېر علي خان تر بنديز لاندي تنظيم حزب التحرير سره د تړاو لرلو په تور نيولی دی.

دا لومړۍ ځل نه دی چې يو پوځي چارواکی له مذهبي تندرلاري تنظيم سره په تعلق درلودلو نيول کيږي.

تر دي وړاندي په ۱۹۹۵ م کال کې میجر ظهير السلام د بې نظیر بوټو د حکومت ړنګولو په تور نيول شوی وو.داډول په جنرال مشرف باندي په بريد کې ککړ يوه پوځي ته د مرګ سزا اورول شوې وه.

په عمومي توګه د پاکستان پر پوځ دا تورونه دي چې انتها پسنده مذهبي رجحانات پکې زیات دي.

ځيني کاپوهان وايې چې پاکستاني پوځ د يوې ادارې په حيث د يوه سنجول شوي پلان له مخې په اداره کې دننه اسلامی تند لاريتوب ته وده ورکړې ده خو ځيني بيا وايي چې دا يوه ادارتي پاليسې نه بلکه په پوځ کې دننه ځيني کسان په شخصي توکه انتها پسنده رجحانات لري.

د مشال تر رڼا لاندي بحث کې عبدالحی کاکړ هم ددي پوښتنو د ځواب لټولو هڅه کړي چې مېلمانه یې د امنيتي چارو کارپوه او کالم ليکونکی بریګيډيیر ريټایرډ اسد منير، د دفاعي چارو کارپوه بريګيډيیر ريټایرډ سعد محمد خان او د د پوځ پخوانی چارواکیۍ بريګيډيیر ريټایرډ اخيان ګل دي.
XS
SM
MD
LG