د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: ډاکټرانو هړتال ختم کړ




دا اعلان له هغه وروسته مخې ته راغلې ،کله چي پرون ماښام د ځوان ډاکټرانو اتحادییې د وزیراعلی په شمول،له لوړ پوړو حکومتي چارواکو سره خبري اترې وکړې.
په دغه اړه د ځوان ډاکټرانو اتحادییې بلوچستان،ډپټي ارګنایزر ډاکټر کمال خان مندوخیل مشال ریډیو ته وویل چي حکومتي چارواکو د دوي ټولي غوښتني ومنلې او په خاصه توګه دا یې ورسره منلې چي د پنجاب او وفاق په شان به د دوی تنخواګاني زیاتي کړي.

نوموړي زیاته کړه چي حکومت نه یوازي د دوی ټولې غوښتنې منلې ،بلکه د هړتال په تور د دوی ملګري داکټران،چي له نوکریو ایستول شوي وو،بیرته د بحالولو او د دوي پر ضد درج شوی ایف،آیي،آر د ختمولو خبره هم منلې.

د پاکستان د نورو برخو په شان په بلوچستان کې ځوان ډاکټران له تیرو دوو میاشتو نه د خپلو غوښتنو په لړ کې پر هړتال وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG