د لاسرسي ځای

تازه خبر

زرداري: پاكستان به تل د تندلارو ضد جنګېږي.




بارکوال میا خیل کوټه


د پاكستان ولسمشر آصف علي زرداري په لومړي ځل د دې هېواد پخوانى وزیراعظم نوازشريف تورن كړ چي د پيپلزګوند او پوځ تر منځ جګړه غواړي خو وايي پيپلز ګوند به داسې ونه كړي.

نوموړي ويلي نوازشريف چي د پيپلزګوند حكومت ړنګول غواړي نو د ده او وسلوالو طالبانو تر منځ څه فرق پاته شو. هغه د سه شنبې ورځ د سيند صوبې نوډېرو سيمې ته تللى و او هلته يې د پاكستان د پخوانۍ وزیراعظمې بې نظير بوټو د زېږېدو د ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په وينا كې د مسلم ليګ نواز ګوند مشر نوازشريف مخاطب كړ چي ولې يې د حكومت په خلاف خوله خلاسه كړې ده،دا مولوي صاحب، مولوي نوازشريف يې وګڼۍ چي زموږ مخالفت كوي، ده ته ولې كرار نه ورځي، ځكه چي پر جوماتونو بريدونه كېږي او زموږ جنرالان پكې د خپلو اولادونو قربانۍ وركوي، د بې نظير بوټو د فكر له امله وژل كېږي، هغوى پاكستان ژغورل غواړي له دا ډول فكرونو څخه چي نوازشريف يې لري او دوى د مولوي ضياءالحق سياست غواړي٬٬

ولسمشر زرداري وويل د پاكستان ولس پوهېږي چي هېواد ته يې د افراطي مذهبيانو له لوري خطر پېښ دى، وايي نوازشريف هم د هغوى ملګرى دى او دى داسې فكر كوي چي هغوى به د پاكستان واكمنان شي او دى به خپل مشر وټاكي، وايي دا خوبونه دي نه ويني، زموږ دېرش پينځه دېرش زره بچي، ځوانان و وژل شول او نوازشريف وايي چي ترهګري زموږ جګړه نه ده نو دا د چا جګړه ده، آيا ته فكر كوې چي د دوى مشر به وټاكل شې، په دې خبرو مه غولېږه، خداى دي نه كوي كه موږ وو داسې به ونه شي خو كه داسې وشول هغوى به خپل مشر ټاكي او خپل پاكستان به جوړوي چي بيا به پكې نه زموږ ځاى وي، نه ستا ځاى، ته خو به والوزې او شهادت به موږ وركوو٬٬

ولسمشر زردراي نوازشريف تورن كړ چي ګواكې د پيپلزګوند او پوځ تر منځ جګړې ته لاره هواروي خو وايي موږ به هيڅكله تر خپل منځ ونه جنګېږو. آصف زرداري وويل حكومت يې دا مهال د ترهګرۍ او مذهبي افراطيت په خلاف جنګېږي، پاكستان ته له داسې چا څخه خطر دى چي ذوالفقار علي بوټو يې و واژه، زموږ ملګري يې و وژل، زما مېرمنه بې نظير بوټو يې ووژله او اوس زما په وژلو پسې دي، موږ د دې فكر په خلاف جنګېږو او د دې جنګ لپاره موږ څه ته او چاته اړتيا لرو، آيا ته به جنګېږې، ته چي په زندان كې د بند شپې نه شې تېرولاى او سياسي پيروان دي وايې چي مياشې دي خوري نو د ترهګرۍ خلاف به څه وجنګېږې٬٬

بل لور ته د مسلم ليګ نواز ګوند يوه مشر احسن اقبال د ولسمشر آصف علي زرداري دا خبرې د ولسمشرۍ له منصبه منفي ګټه وبلله او ويې ويل چي ولسمشر زرداري د پروېز مشرف غوندې له دې امله د دوى د ګوند پر مشر نوازشريف باندې نيوكې وكړې چي دوى د پاكستان ولس د پيپلزګوند له ناكاميو خبر كړ، د پاكستان د ولسمشرۍ پر څوكۍ باندې څنګه شخصيت قبضه كړې ده، د ولسمشر زرداري له خبرو داسې ښكارېده چي د ده په بدن كې د پروېز مشرف روح ږغېږي ځكه جنرال مشرف د نوازشريف په خلاف داسې زړورې خبرې كوي، زه فكر كوم څومره چي انتخابات را نيژدې كېږي زرداري فكر كوي خلك به پوښتنه ځنې كوي چي ولې په تېرو درېوو كلونو كې دومره ګراني او بېروزګاري وه، برېښنا نه وه، ولې د امريكايي بې پيلوټه الوتكو دومره بريدونه وشول، ولې د بې نظير بوټو قاتلين په جزا ونه رسېدل، همدا پوښتنې دي چي ولسمشر زرداري ځوروي او فكر كوم چي ده خپل تاوان وكړ٬٬

دا په داسې حال كې ده چي د سه شنبې په ورځ د پاكستان د پوځ مركزي دفتر يا جي ايچ كيو كې پوځي افسر بريد جنرال (بریګېډیر )علي خان خپله د پاكستاني پوځ د مشر جنرال پروېز كياني په امر نيول شوى او په دې شك ورڅخه څېړنې روانې دي چي وايي نوموړي د حزب التحرير په نامه له يوې وسلوالې مذهبي ډلې سره اړيكي لرلې.
XS
SM
MD
LG