د لاسرسي ځای

د یونان نوی حکومت له راغورزېدو بچ شو




د یوناني وزیر اعظم جارج پوپاندریو نوې ټاکل شوې کابینې په پارلیمان کې د اعتماد رایه اخیستلو کې کامیابه شوېده.

د ۳۰۰ غړو په پارلمان کې حکومت د یو سل درې څلویښت په مقابله کې یو سل پنځه پنځوس رایې اخیستې دي.

د پوپاندریو سوشلسټ ګوند ټولو پارلیماني غړو د حکومت په ملاتړ کې رایه ورکړېده.

پوپانډریو چې تیره هفته یی په کابینه کې بدلون راوستلې وو دغه ووټ یی د کفایت شعارۍ د ګامونو په اړه د خلکو ملاتړ بللی دی .

روپایی ټولنه او آی ایم ایف د ۱۲ بلیونه یورو په بدل کې د کفایت شعارۍ د ګامونو غوښتنه کوي، چې په ترڅ کې به یی په ټيکسونو کې زیاتوالې راځي، په ولسي خرچو کې به کمې رواوړل کېږي او نجکاري به کېږي.

دغه پیسې د یونان لپاره ضروري دي چې خپلې قرضې ورکړي.
د یونان ولس د کفایت شعارۍ د ګامونو پر ضد مظاهرې کړي دي. چې د دوي په خبره سزا به یی عام ولس ته رسیږي.
XS
SM
MD
LG