د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر پاکستاني پوځ په پنجاب کې تنقیدونه کېږي




ژباړه :اسرارعالم مهمند

که څه هم د پاکستان ځواکمن پوځ پر خپل ځان د نیوکو او تنقید په مخنیوي سره لا پیاوړی شوی خو اوس ورباندې د نیوکو نوې لړۍ د ملک له مشرقي صوبې پنجاب څخه پېل شوې چې د ملاتړ مرکزي سیمه یې بلل کېږي.

په دې صوبه کې د مخالفو سیاستوالو او ميډیا لخوا نیوکو پوځ له لویو ننګونو سره مخامخ کړی دی.

پر پاکستاني پوځ د نیوکو تازه لړۍ د خبریال سلیم شهزاد له وژلو وروسته پېل شوه ،چې سیاستوالو هم ورسره خپل غږ یو کړ.

د روانې میاشتې پر ۱۵ نېټه خبریالانو د سلیم شهزاد دوژنې پر ضد مظاهرو کې غوښتنه کوله د هغه د وژنو پلټنو لپاره دي ځانګړی کميسون وټاکل شي. زياتره خبريالان تور لګوي چي د شهزاد د وژني تر شاه د پاکستان د استخبارتي اداري اي ايس اي لاس دی چې دا خبره نوموړې اداره په کلکه ردوي.



د پارليمان مخې ته د خبریالانو په مظاهرو کي سياستوالو هم د یوالي ښودلو په توګه برخه واخیسته .په دې موقع د حکومت مخالفه ګوند مسلم لیګ ( ن )مشر نواز شريف د پوځ په کردار سخت ټکونه وکړل او په بیا بیا یې پوځي ناکامۍ په ګوته کړې.


نوازشریف د پاکستان د سمندري ځواک د مشر په هغه بيان پوري هم ټوکې وکړې چې نوموړي پکي ويلي وو ،د مۍ مياشتي په ۲۲ نيټه په کراچۍ کي د سمندري ځواک په مرکز تره ګر بريد د امنیت ناکامي نه ده.

ياده دي وي چي دا نښته تر شپاړس ګنټو پوري راونه وه چي پکي ۱۰ امنيتي اهلکار وژل شوي وو.د پاکستان پخواني وزيراعظم
نواز شريف چي په کال۱۹۹۹ کي يي پوځي آمر جنرال پرویزمشرف تخته اړولې وه يو وار بيا پو ځ ته خبرداری ورکړ چي يواځې خپل مسلکي دندې پوري خپل ځان محدود وساتي.هغه وویل،
دلته څه راوان دي؟ او څوک پاکستان د لا قانونيت په لور بيايي. مونږ خو پاکستان د قانون د حکمرانۍ لپاره جوړ کړی وو نه چې دې حالاتو لپاره، چې د پاکستان ۱۸ کروړه ولس په ټيلي وژن باندي ويني. مونږ وايو څه چې وشو هغه ډېر دي او نور به هيڅ نه زغمل کيږي.
دا مهال مونږ د پاکستان د خپلواکۍ اخري جنګ کوو چي پکې ماته نه منو٬٬

په پنجاب صوبه کي د يو سياسي مشر لخوا په پوځ داسي نيوکې کول لويه خبره ده ځکه چې پنجاب او په خاصه توګه د دي صوبې په مرکزي او شمالي ضلعو کي چې د پوځ زياتره برخه له دغه سیمو څخه ده.همداراز د پاکستان ځینې سیاتوال دعوا کوي چي په پوځ کي ۸۰ فيصده خلک له پنجاب صوبي څخه دي.

د ټيلي وژن په يو پروګرام کي د مسلم ليګ ن يو بل مشر خواجه سعد رفيق وويل ، چي اوس په پاکستان کې وخت بدل او پوځ هم باید ولس ته غوږ ونیسي ، اوس پوځ د پاکستان تر ټولو لويې صوبې د خبريالانو او سياست دانانو سره مخامخ شوي چي په هغوی دوی له ملک سره د غدارۍ تور نه شي لګولی او دوی یانې پوځ دي اوس دا هڅي پرېږدي . او دويمه خبره دا ده چي مونږ په ۲۰۱۱ کال کي ژوند کوو او د ۱۹۷۰ کال ناوړه چلونه اوس کار نه کوي٬٬


په پاکستان کي پوځ چي د ډيري مودي راهیسي يي خپل رعب ساتلی دی اوس دا نيواکي نه خوښوي او وايي چي يوه خاص ډله د خپل حسد له وجي د پوځ د خرابولو هڅه کوي.

د دفاعي چارو کارپو رفعت حسين وايي د پاکستان پوځي مشرتابه د يواځیتوب پر لور روانه ده. نوموړی زياتوي چي د اسامه بن لادن د وژل کيدو وروسته د پاکستان په پوځ سختي نيوکې کيږي خو د پاکستان ملکي منتخب حکومت په دې لړ کې د پوځ ډيره لږه مرسته کړي.

د دفا عي چارو کارپو رفعت حسين وايي په پوځ دا نيواکي به په راتلونکې کې د ملکي او پوځي اړيکو لپاره ښه نه وي، که دا موجوده بې يقيني او تاو تريخوالی راوان وي نو زه فکر کوم چې اړۍ ګړۍ به رامنځ ته شي . او زه فکر نه کوم چې د پاکستان روان بحران د پوځ او سیاستوالو د همکارۍ بغیر نشي حل کېدای٬٬
XS
SM
MD
LG