د لاسرسي ځای

د بلوچستان حکومت په کوټه کې په داسې حال کې دفعه ۱۴۴ لګولې چې د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ لخوا په صوبه کې د بجلۍ روان لوډشېډینګ پر ضد د صوبايي اسمبلۍ مخې ته احتجاجي مظاهره کېږي .

نن د بلوچستان اسمبلۍ صوبايي بجټ اعلانوي چې تمه ده حکومتي کارکوونکیو په تنخا کې ۱۵ فیصده زیاتوالي و شي.

د صوبې د کورنیو او قبایلي چارو له وزارته په خپور شوي یوه بیان کې ویل شوي دي. د دفعه ۱۴۴ له مخې به ، تر دوو میاشتو پورې د وسلې په ګرځولو، لاریونونو، مظاهرو او د پینځو یا زیاتو کسانو پر راټولېدو بندیز وي.د مشال ریډیو خبریال خدای نور ناصر وايي، له دفعه ۱۴۴ سره په ښار کې خلک له ستونزو سره مخامخ شوي دي.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند غوښتنه لري چې د خیبرپښتونخوا د جنوبي ښار ډیره اسماعیل خان له لارې دې پر ږوب د ۲۲۰ کلوواټ د برېښنا(بجلۍ) یو نوې لیکه وغزول شي،چې د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې کرکرونده(زراعت) له لا نور تباه کېدو څخه وژغورل شي.

په بلوچستان کې کرهنه تر ډېره پر بجلۍ تکییه کوي او زمیندارانو د خپلو باغونو او پټیو د خړوبولو لپاره باوړۍ او ټیوب ویلونه اېستلي دي.ددغه سیمې په ډېری برخو کې د اوبو کچه ډېره لاندې تللې او بل د بجلۍ سخت کمی دی چې د خلکو معاشي ژوند یې له ستونزو سره مخامخ کړی دی.
XS
SM
MD
LG