د لاسرسي ځای

بلوچستان :د وزیراعظم سکالرشپس پروګرام پیل شو




نیازموسی خیل،کوټه

دا پروګرام د وزیراعظم،یوسف رضا ګیلاني له خوا یو څه موده مخکي اعلان شوی وو،چې اوس یې د عملي کولو پروسه پیل شوې ده.

د اعلان له مخه د راتلونکې جولايي میاشت نه به د صوبې په ۳۰ ضلعو کي له هري ضلعې څخه ۴ هلکان او یوه نجلۍ په ټیسټ او انټرویو کې د کامیابېدو وروسته ټاکل کیږي او له اتم څخه تر دوولسم جماعت پوري به په پوره سرکاري خرچه،د ملک په پرمختللو تعلیمي ادارو کې زدکړې ورکول کیږي.

د بلوچستان اسمبلۍ غړی او د موجوده حکومت د چاپیریال پخوانی وزیر،غلام جان بلوڅ په دغه اړه و مشال ته وویل،چي دا به ښه خبره وي او اسمبلۍ هم دغه غواړي چي په صحیح توګه د خلکو د استازیتوب حق ادا کړي.

غلام جان بلوڅ ویره لري داسې نه چې سفارشي او نا اهله زدکونکي و اخیستل شي،ولي چي د ده په وینا،ټیسټ او انټرویو په ضلعو کي کیږي او هلته ډپټي کمشنران او د اسمبلۍ غړي به هرو مرو پر لاسوهنه کوي.نوموړی وايي باید د قابلیت او میرټ خیال ساتي.

یو شمېر خلکو دا وزیراعظم سکالرشپس پروګرام یو مثبت ګام و باله.د ژوب یو اوسیدونکی حسن عباس وایي، چي په سیمه کي ډېر خلک نېستمن دي او خپلو ماشومانو ته دکتابو،فیسانو او وردیو لپاره پیسې نه شي برابرولی،نو په داسي حالاتو کې که د دوی بچیانو د وزیراعظم پروګرام کې و ټاکل شي،نو تر دې ښه خبره څه کېدای شي.

د کوټي اوسیدونکۍ محمد عالم هم ددې پروګرام هرکلی وکړدی وايي په فرنټیر کور کې ۲۱ کاله د نوکري کولو وروسته اوس ٫٫ریټایرډ٬٬ شوی دی او غواړي چې خپل بچي دې پروګرام ته تیار کړي.

محمدعالم دا هم وویل،چي که دا حکومت خپل وخت پوره هم کړي،نو دا ویره به نه وي چي نوۍ حکومت به دا پروګرام ختم کړي،ولي چي د ده په وینا،دا یو ډیر ګټور پروګرام دۍ او راتلونکي حکومتونه به هم دا جاري ساتل غواړي.

خلګو دخپلو خبرو پر مهال زیاته کړه چي پروګرام ډیر د ستایني وړ او ګټور دې ،خو دا خیال دي و ساتل شي،چي حقداره،قابله او خواري کشه زدکونکي و ټاکل شي.
XS
SM
MD
LG