د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوباما د سرتېرو راویستو پلان اعلانوي


د امریکا ولسمشر باراک اوباما به سبا د هغو پلانونو اعلان کوي چې ترمخې یې نوموړی له افغانستانه خپل ځواکونه ویستل غواړي.

اوباما به د یوه داسې پلان خاکه جوړه کړي چې ترمخې یې هغه د جولای په میاشت کې له افغانستانه د خپلو ځواکونو ویستل پیل کړي، او د دې ترڅنګ یو بل پراخ پلان هم چمتو کړي چې په ۲۰۱۴ز کال کې افغانانو ته د خپل امنیت واک وسپاري. خو ولسمشر اوس هم د راویستونکو سرتېرو د سمې شمېرې او د هغوی د راویستو د رفتار په اړه غور کوي ځکه چې هغه د کانګرس د غړو او امریکايي ولس تر فشار لاندې دی چې له شا و خوا لس کالن جنګه ستړي شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG