د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر ۱۴۴ دفعې سربېره احتجاج کوو: پښتونخوا ملي عوامي ګوند


د بلوچستان حکومت په کوټه کې ۱۴۴ لمبر دفعه عملي کړې ده.

د صوبې د کورنیو او قبایلي چارو له وزارته په خپور شوي یوه بیان کې ویل شوي د ۱۴۴ مادې له قانون سره سم، تر دوو میاشتو پورې به د وسلې په ګرځولو، لاریونونو، مظاهرو او د پینځو یا د زیاتو کسانو پر اجتماع به بندیز وي. نن په کوټه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو احتجاج هم کېږي چې اعلان یې ورځې مخکې شوی وو. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړو د مشال راډیو خبریال ته ویلي پر ۱۴۴ دفعې سربېره به نن احتجاج کوي. د احتجاج په ترځ کې به مظاهره چیان د بلوچستان اسمبلۍ د ودانۍ ګېراو یا محاصره به کوي. د دې موخه په صوبه کې له مودې راهیسې روان برېښنايي پارچاو یا د بجلۍ لوډ شیډنګ دی چې له کبله یې د کروندګرانو باغونو او فصلونو او د سوداګرانو کاروبارونو ته زیان رسېدلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG