د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوز دیر: ځانمرګې ماشومه ونیول شوه


د خیبر پښتونخوا په کوز دیر کې امنیتي سرتېرو یوه نجلۍ نیولې چې د دوی په وینا د ځانمرګي برید په موخه راغلې وه.

د کوز دیر پولیس مشر سلیم مروت مشال راډیو ته ویلي د نجلۍ عمر اته یا نهه کاله دی. د مشال راډیو خبریال وايي دا نجلۍ له اسلام درې پوستې سره نېږدي نیول شوې ده او د امنیتي سرتېرو له وینا سره سم، د ماشومې ځان پورې د ځانمرګي برید جاکټ هم تړل شوی وو. چارواکي وايي نجلۍ اورپکو تښتولې وه او په زور یې دا ځانمرګی برید پر کاوه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG