د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کډوالو نړیواله ورځ او د هغوی ستونزې



بوریوال کاکړ او مجیب انګار

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې ً یو این ایچ سي ار ً له خوا هر کال د جون پر شلمه نېټه د کډوالو نړیواله ورځ نمانځل کیږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې له خوا په خپاره شوي کلني رپوټ کې راغلي چې د تېر یوه کال په ترڅ کې په نړۍ کې د جګړو او تاوتریخوالو له کبله د بې کوره شوو خلکو شمېر په تېر پنځلسو کلونو کې تر ټولو زیات دی.

د جون پر شلمه نېټه خپور شوی دا رپوټ ښي چې د ۲۰۱۰م کال تر پایه په ټوله نړۍ کې د بې کوره شوو خلکو شمېر ۴۳.۷ ته ورسېدی چې د ۲۰۰۹ کال په پرتله ۴۰ زره زیات دی.

په دې کډوالو کې ۱۵.۴ میلیونه کسان داسې دي چې د جګړو له امله نورو هیوادونو ته ، چې ۸۰ فیصده یې ورنژدې نسبتاً پرمختلونکو هیوادونو ته تللي دي.

۲۷.۵ میلیونه کسان داسې دي چې په خپلو هیوادونو کې دننه بې کوره شوي دي. او ۸۵۰۰۰۰ نور کسان بیا هغه دي چې پناه یې غوښتې ده.

په افغانستان کې د جګړو او ناکرارۍ له امله په لوی شمېر افغانان په پاکستان کې ژوند کوي. له دې کډوالو څخه ځینو کسانو د خپلو ستونزو په اړه د مشال ریډیو له خبریال خالدخان سره خبري کړي دي.


د نورالدین په نامه یو افغان کډوال په خیبرپښتونخوا کې د تېر کال له سېلابونو را وروسته د خپلې ستونزو په اړه وویل ، چې په پاکستان کې پروسږ کال د راغلیو سیلاونو وروسته یې کورونه وران شوي اوس هیڅوک ددې وس نلري چې خپل کورنه بیرته ورغوي او نه هم حکومت ورته جوړولو اجازه ورکوي.

ګلاب چې د افغانستان د لوګر ولایت دی او په دې کېمپ کې ژوند کوي وايي د څښلو اوبه نه لري.

په اسلام اباد کې مي د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې ویانده دنیا اسلم خان وايي چې دا وخت په پاکستان کې ۱۷ لکه افغان کډوال ژوند کوي او وايي چې د ازاخېلو کېمپ اوسېدونکو افغان کډوالو ته د کورونو بیا جوړېدو اجازه ځکه نه ورکول کېږي چې ډ پاکستانیو چارواکو په خبره د سیلاونو د بیا راتلو خطره ده.

دنیا اسلم خان زیاتوي ، هغه افغانان چې په افغانستان کې د امنیت ستونزه ورپېښه ده کولای شي چې تر ۲۰۱۲م کاله پورې په قانوني توګه په پاکستان کې پاته شي.

که له یوې خوا د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یو این ایچ سي ار د ۲۰۱۱م کال د کډوالو د نړیوالې ورځې پر مهال ویلي چې یو کډوال که نا امیده پاته وي نو دا یوه لویه خبره ده خو بلې خوا ته بیا د هم دې ادارې چارواکي وايي چې په نړیواله کچه د بې کوره شوو خلکو شمېر په تېر کال کې دومره زیات وو چې په تېر پنځلسو کلونو کې یې ساری نه لیدل کیږي.٬٬

د ملګرو ملتونو د یوه پریکړه لیک له مخې ددې ورځې د لمانځلو هدف د کوربه هيوادونو دولت او خلکو ته د کډوالو د ستونزو او حقوقو په اړه د پوهاوي سربېره په نړيواله کچه هغوی ته د ورپيښو ستونزو په ګوته کول او د مرستو جلبول وي.



د طالبانو د رژیم له پرزېدو او په افغانستان کې سولې او امن ته د هیلو له غوړېدو وروسته په ملیونونو افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شول،د ملګرو ملتونو د اړوندې ادارې د مالوماتو له مخې له ۲۰۰۷ کال راهیسې چې مهاجرینو ته په پاکستان کې د اوسیدو قانوني اسناد ورکړل شوي څه باندې درې نیم ملیونه یې په خپله خوښه بیرته ستانه شوي خو په دې وروستیو کې چې نا امني زیاته شوې په هماغه اندازه د بیرته ستنیدونکیو شمير کم شوی.

دا مهال په پاکستان کې یو ملیون او شپږ لکه هغه افغان مهاجرین اوسیږي چې دې هیواد د ۲۰۱۲ کال تر پایه په خپله خاوره کې د اوسیدو قانوني اسناد ورکړي.
XS
SM
MD
LG