د لاسرسي ځای

پر کورمه د بې پیلوټه الوتکو برید


مشکوکه بې پیلوټه امریکايي الوتکو په قبایلي سیمې کورمه کې پر یوه ګاډي برید کړی دی.

د پاکستان یوه امنیي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط ویلي په ګاډي کې ناست درې اورپکي وژل شوي دي. حکومتي چارواکي نور عالم ویلي پر ګاډي تر برید دقیقې وروسته په همدې سیمه کې پر یوه کور توغندي وورول شول. په کور کې د مرګ ژوبلې په اړه تفصیل نه دی راغلی.
XS
SM
MD
LG