د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې دوه ترهګر اعدام کړل شول


د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي دوه ترهګر یې اعدام کړي دي چې د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې یې په جلال اباد کې د کابل بانک پر یوې نمایندګۍ برید کړی وو.

د ملي امنیت له ریاسته په خپور شوي بیان کې ویل شوي د یوه ترهګر نوم زر عجم وو چې د ابوبکر په نوم مشهور وو او د پاکستان وګړی وو. بل کس مطیع اله نومېده او د محمود په نوم پېژندل کېده. دی د کنړ ولایت د چپه دره ولسوالۍ وو. د فبرورۍ په شلمه د کابل بانک پر دوتر په برید کې ۴۰ کسان وژل شوي او ۷۸ ژوبل شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG