د لاسرسي ځای

یونان دې شرطونه پوره کړي که پیسې غواړي


د یورو کاروونکو هېوادونو د مالي چارو وزیرانو په دې اړه خپله پرېکړه ځنډولې ده چې ایا د یونان د ژغورنې د پیکیج لپاره دې پیسې ورکړل شي او که نه.

په لګزمبورګ کې تر غونډې وروسته د مالي چارو وزیرانو وویل یونان به د جولای تر نیمايي ۱۲ اربه یورو تر لاسه کړي، که چېرې د دې هېواد پارلېمان د دولتي شتمنیو د مصرفولو او خرڅولو په اړه مهم قوانین منظور کړي. تېره ورځ، د یونان وزیر اعظم جارج پاپاندریو له خپله ولسه وغوښتل چې د کفایت شعارۍ یا اسټیرېټي ګامونو ملاتړ دې وکړي او هېواد دې له ورانووکې دېوالیې وژغوري. د یونان پارلېمان ته د وینا پر مهال هغه له ولسه غوښتنه وکړه چې د مالیو د زیاتولو، د لګښتونو د کمولو، او د پرایوېټایزېشن د پلانونو نا مشهورې پرېکړې دې ومني.
XS
SM
MD
LG