د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پارلمان کې پر پاکستاني پوځ د مسلم لیګ(ن) نیوکې


د مسلیم لیګ (ن) مشر نوازشرف یوې جلسې ته وینا کوي
د مسلیم لیګ (ن) مشر نوازشرف یوې جلسې ته وینا کوي

نجیب عامر

دپاکستان مسلم لیګ ( ن ) دخالي په ورځ په قومي اسمبلۍ کې داپوښتنه پورته کړه چې په دې وروستیو کلونو کې ددې هیواد دپوځ کارکردګي څه وه ؟ دنوموړي ګوند یو غړي دا پوښتنه د څه دپاسه پنځه بلیونه روپیو ددفاعي بجټ د منظورۍ نه وړاندې راپورته کړې ده.

دمسلم لیګ (ن) ګوند مهم مشر او د خیبر پښتونخوا پخواني وزیر اعلی سردار مهتاب عباسي ترڅنګ ددې ګوند یو بل غړي احسن اقبال هم داخبره پورته کړه چې په ۱۹۵۸ کال کې په پاکستان کې دایوب خان له خوا د لومړۍ مارشل لا نه نیولې تراوسه ددې هیواد لپاره دپوځ جرنیلانو څه کړي دي.ددغو دواړو مخالفو مشرانو خبرې په شاتنیو بینچونو ناستو دپارلمان نورو مخالفو غړو هم بدرګه کولې.

سردار مهتاب خان عباسي په دې موقع وویل، په دې وروستیو کلونو کې په دفاعي چارو کې پرله پسې ماتو د پاکستان خلک حیرانه کړي دي. نوموړي دپاکستان دپوځ مرکزي دفتر تورن کړ چې دهیواد په کورني سیاست او بهرنۍ تګ لاره کې لاس وهنه کوي. نوموړي زیاته کړه په ځانګړي ډول په تیر یو کال کې د بدامنۍ پېښو په پوځ باندې د خلکو باور متاثره کړی دی. ٬٬

ډان ورځپاڼه لیکي مسلم لیګ ( ن) تردې وړاندې هم په پوځ دا ډول نیوکې کړي دي ، او داسې ښکاري چې دا خبره دنوموړي ګوند په ایجنډا کې شامله ده چې پرپوځ به سختې نیوکې کوي.

مهتاب عباسي داهم وویل چې دپخواني پوځي جرنیل ولس مشر پرویز مشرف غلطو پالیسیانو ارامه خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمې په جنګي سیمو بدلې کړې او د بدامنۍ لړۍ د بلوچستان سیمو ته هم وغزیده.

نوموړي داهم وویل چې په هیواد کې دغربت باوجود د ریټایر کیدو پرمهال جرنیلان کروړونه روپۍ اخلي ، هغه غوښتنه وکړه چې دپاکستان جرنیلان باید د ګاونډي هیواد هندوستان دجرنیلانو نه زیاته تنخوا ونه لري.

دمسلم لیګ ( ن ) ګوند یوبل مشر احسن اقبال بیا په دې نظر و چې دپاکستان دپوځ عادي سرتیري د هیواد په دفاع بوخت دي او دوی د هغوی هڅې ستايي خو د ایوب خان نه نیولې پرویز مشرفه پورې څلور وارې دپوځ مشرانو پوځ دسیاسي چارو لپاره استعمال کړی او پکارده چې احتساب ورسره وشي.

دپاکستان پوځ او او ددې هیواد ددفاع وزارت ددغو تنقیدونو په وړاندې خپل غبرګون ښکاره کړی دی. دپاکستان ددفاع وزیر چوهدري احمد مختار رسنیو ته وویل سردار مهتاب دخپلې پارټۍ د سیاست ددوکان د ځلولو لپاره دا هرڅه کوي ، نوموړي زیاته کړه دوی به د هیواد ددفاع لپاره هر ډول ګامونه پورته کوي.

همدارنګه د جون په نهمه نیټه دپاکستان د پوځ دولسي اړیکو د ادارې اي ایس پي ار له خوا په یوه خبر پاڼه کې ویل شوي چې پوځ د پاکستان دفاع ته پوره پام لرنه کوي او بې له له دې چې کوم ځانګړي سیاسي ګوند په نظر کې ونیسي ،د هیواد د جمهوري ادارو مرسته به کوي.
XS
SM
MD
LG