د لاسرسي ځای

د ساینسدان سخاروف کونډه او مبارزه یېلینا بونېر مړه شوه



ژباړه نجیب عامر

دروسیې د بشري حقونو یوه ستره مبارزه ییلینا بونر په ۸۸ کلنۍ کې له نړۍ سترګې پټې کړې. نوموړې یو له هغو شخصیتونو څخه وه چې ترکلونو کلونو پورې یې په روسیه کې د جمهوریت او بشري حقونو لپاره مبارزې کړي او په دې لاره کې یې سختۍ ګاللي دي.

نوموړې د روسیې د یو نوبل انعام ګټونکي ساینس پوه اندرې سخاروف کونډه وه . چې


شوروي دورې مخالفې ییلینا بونر د کمیونستي رژیم وروسته روسیې په وروستو کلونو کې د ډیموکراسۍ او بشري حقونو لپاره فعالیتونه کول او په لومړي وزیر ولادي میر پوتین باندې د سرسختو تنقید کونکو څخه وه .

دروسیې خبري اژانس آر ای اې درپورټ له مخې نوموړې په دې وروستیو کې د امریکا د میسي چوسیټ ایالت په بوسټن ښار کې اوسیده او هم هلته مړه شوه.

یلینا بونر د ۱۹۲۳ کال د فبرورۍ په ۱۵ مه نیټه دهغه مهال د شوروي اتحاد په ترکمنستان کې زیږیدلې وه . دهغې مور او پلار د شوروي اتحاد د مشر جوزف سټالین دواکمنۍ پرمهال ځورول شوي وو.

بونر د دویم نړیوال جنګ پرمهال دیوې نرسې دنده ترسره کړې وه خو بیا وروسته د سټالین په رژیم کې دیهودیانو خلاف د کمپاین پرمهال له طبي سکول څخه وویستل شوه .

نوموړې په ۱۹۷۲ کال کې دجوهري فیزیکس پوه سخروف سره واده وکړ چاچې د روسیې د اټومي بم په جوړولو کې مرسته کړی وه خو بیا وروسته یې خپل نوم او شهرت د سولې او بشري حقونو لپاره په کار راوستلو.

یلینا په ۱۹۷۵ کال په اوسلو کې د نوبل انعام په غونډه کې د خپل میړه په استازیتوب برخه اخیستې وه .

نوموړې په ۱۹۶۰ م کال کې د شوروي مخالف غورځنګ غړې شوه او په ۱۹۸۰ کال کې په دې تور چې افغانستان باندې یې د شوروي ځواکونو د یرغل مخالفت کولو دخپل میړه سره دهغه مهال ګورکي او د اوسني ( نیژني نوګراد ) سیمې ته جلا وطنه کړی شوه.

سخاروف او بونېر په ۱۹۸۶ کال کې مسکو ته هغه مهال ستانه شول چې د شوروي اتحاد مشر میخایل ګورباچوف په خپلو کړنلارو کې ازادي او اصلاحات راوستل. سخاروف په ۱۹۸۹ کال کې د شوروي اتحاد له ماتیدو دوه کاله وړاندې مړ شو .

دشوروي اتحاد له ماتیدو وروسته چې بورس یلسین د روسیې اولنی ولس مشر شو نو یلینا بونر د بشري حقونو دحکومتي کمیسون مشره وټاکل شوه خو وروسته چې یلسین چیچنیا ته د یاغیانو د ځپلو لپاره ځواکونه ولیږل نو دې په احتجاج له خپلې دندې استعفی ورکړه .

دیلینا بونېر لور تانیا یان خیل ویچ رسنیو ته ویلي دهغې د مور وروستي مراسم به د سه شنبې په ورځ په ماسوچوسیټ ایالت کې ترسره شي او د هغې دغوښتنې سره سم به یې جسد سوځول کیږي او ایرې به یې د مسکو په کلیسا کې دهغې د خاوند مور او ورور سره په څنګ کې خاورو ته سپارل کیږي.
XS
SM
MD
LG