د لاسرسي ځای

مهمند اجنسۍ:په نښتو کې ۲۵ وسلوال او څلور امنیتي سرتې وژل شوي


د بره مهمندو ایجنسۍ په تحصیل باییزۍ کې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو تر مینځ په نښته کې ۲۵ وسله وال اود پاکستاني امنیتي ځواکونو څلور غړي وژل شوي دي.

د پښتونخوا او د پاکستان د قبایلی سیمو لپاره د آی ايس پي آر ویاند ملک ندیم د مشال له خبریال شاهنواز ترکزي سره په خبرو کې ویلي دا نښته بیګا شپه رامنځ ته شوې چې پکې د امنیتي ځواکونو څلور تنه وژل شوي او پنځه ټپیان شوي دي.

نوموړي ادعا کړې چې د خویزۍي بايیزۍ سیمه له وسله والو طالبانو پاکه ګرځول شوېده خو بیا هم په بیا بیا وسلوالې نښتې رامنځ ته کېږي.

په مهمندو کې تحریک طالبان د عمرخالید په کمانده کې عملیات کوي چې پر ځايي امن لښکرو بریدونه کوي او له پاکستاني امنیتي ځواکونو سره یې نښتې کېږي.په دغه سیمه کې چې څومره قامي مشران وژل شوي د هغو پړه دغه وسلوالې ډلې پرغاړه اخیستې.

په وژل شویو مشرانو کې ملک صاحبزاده ،ملک سلیم خان،ملک ولایت شاه،ملک ښایسته ګل ،ملک آدم خان،ملک مختیار، ملک کچکول، او داسې ګڼ نور راځي.

په مهندو کې له روان تاوتریخوالي څخه په زرګونه خلک بې کوره شوي چې دا مهال د ملګروملتونو د کډوالو په کېمپونو لکه دانیش کول،نهکې او نورو سیمو کې د کډوالۍ ژوند تېروي.
XS
SM
MD
LG