د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا له طالبانو سره د خبرو تصدیق ونه کړ



د امریکا سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند کېتلین هېډن په افغانستان کې له طالبانو سره د خبرو اترو پخلی ونه کړ ، خو ویې ویل ، امریکا په افغانستان کې د جوړ جاړي ملاتړ کوي.

کېتلین هېډن دا څرګندونې له هغه وروسته وکړې چې پرون افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي وو د افغانستان او امریکا له خوا په افغانستان کې د امن لپاره له وسله والو طالبانو سره د روانو خبرو اترو په رسمي توګه پخلی وکړ.

ښاغلي کرزي په کابل کې خبري غونډې ته وویل ، له طالبانو او نورو هېواد والو سره د سولې خبرې روانې دي. هغه کسان چې د افغانستان اساسي قانون، ازادي، ډېموکراسي او پرمختګ قبلوي، په خبرو اترو کې برخه اخیستی شي.

افغان ولسمشر زیاته کړه ، بهرني پوځیان او په ځانګړي ډول امریکا پخپله د دې خبرو اترو په ترڅ کې پر مخ روان دي.
XS
SM
MD
LG