د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پاکستانه د افغان کډوالو ستنېدل ورو شوی



مجيب الرحمان انګار،پيښور

د ملګرو ملتونو کډوالو اداره وايي، د تېرو کلونو په پرتله سږکال په لومړنیو څلورو میاشتو کې له پاکستانه د افغان کډوالو په خپله خوښه د ستنېدنې شمېره ډېره ټیټه ده.

په اسلام اباد کې د یو اين اېچ سي آر ویانده دنیا اسلم خان وايي، سږ کال تر اوسه د ستنو شویو افغان کډوالو شمیر د نورو کلونو په نسبت یو څه کم دی،د مارچ میاشتې راهیسې چې دا لړۍ پيل شوې تر اوسه پورې شاوخوا ۲۲ زره تنه ددې ادارې له لارې بیرته هیواد ته ستانه شوي چې په هغو کې له خيبر پښتونخوا۷۰۰ ۱۲ تنه له خيبر پښتونخوا، ۴۷۰۰ له بلوچستان او پاتې نور یې د پاکستان له بیلابیلو برخو څخه ستانه شوي دي.٬٬

د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې یو اين اېچ سي آر د روان کال په پيل په خپله خوښه بیرته ستنیدونکیو هغو کډوالو ته چې په پاکستان کې د اوسیدو قانوني اسناد ولري د هر کس پر سر نغدي مرستې هم زیاتې کړې،چې په دې سره هغه کډوال چې په دې برخه کې یې نیوکې لرلې هم ستنیدو ته وهڅول شي خو دنیا اسلم خان وايي دا کار یې هم دومره ګټور ثابت نشو، داسې ګومان کیده چې خلک د پيسو لپاره خپل وطن ته ستنیږي خو اوس مالومه شوه چې دا خبره سمه نه وه،ځکه سږ کال موږ نغدي مرستې د کس پر سر له سلو ډالرو نه یو نیم سلو ته زیاتې کړي،خو موږ وینو چې یواځې هغه خلک بیرته ځي چې په افغانستان کې د ژوند کولو هغه اسانتیاوې لري چې په پاکستان کې ترې برخمن دي٬٬


د نیا اسلم خان وايي، که څه هم د ستنیدو بهیر رضاکارانه دی خو یو اين اېچ سيي آر ددې لړۍ د ګړندي کولو او په ډیر شمير کې د کډوالو د ستنیدو په هدف په پام کې لري چې د ژمنیو رخصتیو پر مهال هم خپل کار جاري وساتي،له دې وړاندې به هرکال د کوټې او پيښور مرکزونه په ژمي کې تړل کیدل خو سږ کال پریکړه شوې چې د پيښور مرکز به په ژمي کې هم خپل کار ته دوام وکوي.

له پاکستانه په خپله خوښه د افغان مهاجرینو د بیرته ستنیدو بهير چې په ۲۰۰۲ میلادي کال کې پیل شوی هر کال د مارچ په لومړۍ نيټه پيلیږي او د اکتوبر تر پایه دوام مومي.


دکډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنري یا یو اين اېچ سيي آر د مالوماتو له مخې په دې موده کې ټولټال درې نیم ملیونه افغان کډوالې ددې ادارې په مرسته په خپله خوښه هیواد ته ستانه شوي او دا مهال شاوخوا یوملیون او شپږ لکه هغه کډوال لا هم په پاکستان کې دیره دي چې د ۲۰۱۲ کال تر پایه په دې هیواد د اوسیدو قانوني اسناد لري.
XS
SM
MD
LG