د لاسرسي ځای

پر کابل برید، ۹ وژل شوي


د کورنیو چارو وزارت وایي، نن له غرمي وروسته ، لږ ترلږه دري تنو ځان وژونکو د کابل په لومړۍ امنیتي حوزې حمله وکړه چي له امله یي نهه کسان ووژل شول.

د کورنیو چارووزارت په یوې اعلامیې کي ویلي، پدي حملې کي دري تنه پولیس، د استخباراتو یو مامور او پنځه تنه ملکیان وژل شویدي. د پولیسو او حمله کوونکو ترمنځ ډزو یو ساعت دوام وکړ. پولیس وایي، حمله کوونکو د ملي پوځ یونیفورم اغوستی و. په کابل کې په دفاع وزارت او داود خان پوځي روغتون باندې له وسله والو حملو وروسته، دا په کابل کي په امنیتې ادارو دریمه حمله وه.
XS
SM
MD
LG