د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا له طالبانو سره په اړیکه کې


کابل: افغان ولسمشر حامد کرزی د خبري غونډې پر مهال. د ۲۰۱۱ز کال د مې یودېرشمه.
کابل: افغان ولسمشر حامد کرزی د خبري غونډې پر مهال. د ۲۰۱۱ز کال د مې یودېرشمه.
رپورټ: مشال راډیو

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ویلي امریکا له طالبانو سره په اړیکه کې ده، چې شا و خوا له یوې لسیزې روانې جګړې د پای لار را وباسي.

دا لومړی ځل دی چې ښاغلی کرزی له طالب وسله والو سره د امریکا د خبرو کول، په رسمي ډول منلي دي.

د یوې خبري غونډې پر مهال کرزي وویل: ((له طالبانو او نورو هېواد والو سره د سولې خبرې روانې دي. هغه کسان چې د افغانستان اساسي قانون، ازادي، ډېموکراسي او پرمختګ قبلوي، په خبرو اترو کې برخه اخیستی شي، او له طالبانو سره د سولې خبرې روانې دي.))

افغان ولسمشر زیاتوي: ((بهرني پوځیان او په ځانګړي ډول امریکا پخپله د دې خبرو اترو په ترځ کې پر مخ روان دي.))

د حامد کرزي د څرګندونو په اړه، په کابل کې د امریکا سفارت په سمدستي ډول له څه ویلو ډډه کړې ده.

تر دې مخکې ډېپلوماټانو ویلي ول چې د دواړو ډلو ترمنځ له تېرو درو میاشتو راهیسې لومړنۍ خبرې روانې دي.

د روان زېږیز کال د مې میاشتې په دویمه نېټه د پاکستان په اېبټ اباد کې د امریکايي ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې د القاعده مشر اسامه بن لادن ووژل شو.

تر دې وروسته افغان ولسمشر پر طالبانو غږ وکړ چې وسله دې وغورځوي او د افغانستان د سولې په بهیر کې دې ورګډ شي.
XS
SM
MD
LG