د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر کابل د درو ځانمرګو وسله والو برید


کابل: افغان پولیس د وژل شوي ځانمرګي برید کوونکي له مړي سره. د ۲۰۱۱ز کال د جون اتلسمه
کابل: افغان پولیس د وژل شوي ځانمرګي برید کوونکي له مړي سره. د ۲۰۱۱ز کال د جون اتلسمه
رپورټ: مشال راډیو

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د اورپکو په برید، نښتو او چاودنې کې یو شمېر خلک وژل شوي او ژوبل دي.

د کورنیو چارو د وزارت وايي په دې برید او نښته کې، نهه کسان ووژل شول.

د کورنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کي ویلي، پدي حملې کي دري تنه پولیس، د استخباراتو یو مامور او پنځه تنه ملکیان وژل شویدي.

په کابل کې په دفاع وزارت او داود خان پوځي روغتون باندې له وسله والو حملو وروسته، دا په کابل کي په امنیتې ادارو دریمه حمله وه.


د شنبې په ورځ، د افغانستان په وخت د ماسپښین یوې نیمې بجې په شا و خوا کې، د کابل ښار په پل باغ عمومي سیمه کې د پولیسو پر لومړۍ حوزه یا مرکز ځانمرګی برید شوی دی.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي په خبره، په دې حمله کې، درې ځانوژونکو برید کوونکیو برخه اخیستې ده او دې کسانو د افغان ملي پوځ جامې په غاړه کړې وې. دی وايي برید کوونکي په وسلو سمبال ول.
کابل: وژل شوی ځانمرګی بریدکوونکی. د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي برید کوونکي د افغان ملي اردو په جامه کې ول. د روان زېږیز کال د جون اتلسمه.
د کورنیو چارو د وزارت ویاند وايي، یوه ځانمرګي ځان د پولیسو د مرکز په وره کې والوزاوه، او دوه نور هغه له افغان سرتېرو سره د نښتې پر مهال وژل شوي دي.

د نښتې پر مهال، امنیتي سرتېرو سیمه کلابنده کړه او بیا وروسته اعلان وکړل شو چې سیمه د امنیتي ځواکونو تر واک لاندې ده.
د پېښې پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستې ده.
XS
SM
MD
LG