د لاسرسي ځای

د ناټو ځواکونو د بمبارۍ پر ضد احتجاج


پاکستان وايي ناټو ته يې د افغانستان پر پوله د مومند ايجنسۍ په ځېنو سيمو کې د بهرنيو ځواکونو د الوتکو د بمبارۍ له امله احتجاج کړی.
که څه هم په افغانستان کې ميشته بهرنيوو ځواکونو په دې هکله څه نه دي ويلي خو افغان چارواکي وايي چې دوی او آيساف ځواکونو له هغه وروسته غبرګون ښودلی چې يوه شريکه ګزمه يې د افغانستان د پولې دننه د د مومندو په ګوشتې ولسوالۍ کې د پاکستان له خوا تر بريدونو لاندې راغله.
د افغانستان د مشرقي ولايتونو د سرحدي پوليسو مشر جنرال امين الله امرخيل وايي چې پاکستان له تيرو لسو ورځو راهيسې په کونړ او ننګرهار نيزدې ۲۰۰ توغندي ورولي او ګڼو خلکو ته يې مرګ ژوبله اړولي.
XS
SM
MD
LG