د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا له طالبانو سره خبرې کوي.


د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ویلي امریکا له طالبانو سره د جګړې د ختمولو لپاره په لومړنیو خبرو اترو بوخته ده.


کرزي وویل: ((له طالبانو او نورو هېواد والو سره د سولې خبرې روانې دي. هغه کسان چې د افغانستان اساسي قانون، ازادي، ډېموکراسي او پرمختګ قبلوي، په خبرو اترو کې برخه اخیستی شي، او له طالبانو سره د سولې خبرې روانې دي. بهرني پوځیان او په ځانګړي ډول امریکا پخپله د دې خبرو اترو په ترځ کې پر مخ روان دي.)) دا لومړی ځل دی چې ښاغلی کرزی له طالب وسله والو سره د امریکا د خبرو کول، مني. هلته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه کړې چې له طالبانو او القاعده سره به جلا جلا چلند کېږي. د نوي پرېکړه لیک ترمخې به د طالبانو او القاعده پر غړو د بندیزونو بېل بېل تور نوملړونه جوړېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG