د لاسرسي ځای

قبایل پر پاکستاني پوځ باور نه کوي: فرحت تاج


میرانشا: یو قبایلي سړی په شمالي وزیرستان کې د اورپکو یو پټنځای ګوري چې الوزول شوی دی. فرحت تاج لیکي شمالي وزیرستان د بهرنیو اورپکو مرکز دی. دا انځور د ۲۰۰۶ز کال دی.

میرانشا: یو قبایلي سړی په شمالي وزیرستان کې د اورپکو یو پټنځای ګوري چې الوزول شوی دی. فرحت تاج لیکي شمالي وزیرستان د بهرنیو اورپکو مرکز دی. دا انځور د ۲۰۰۶ز کال دی.

لیکواله: فرحت تاج
ژباړه: مشال راډیو
سرچینه: ډېلي ټایمز


د پاکستان د انګرېزي ژبې په ورځپاڼه ډېلي ټایمز کې، د پېښور پوهنتون پخوانۍ استاذې او د سیاسي و قبایلي چارو کارپوهې فرحت تاج لیکنه خپره شوې ده. نوموړې په خپله لیکنه کې، په شمالي وزیرستان کې، د طالبانو ضد وسله وال لښکر د جوړولو په رپورټونو بحث کړی دی.

فرحت تاج لیکي: ((دا نظر چې په شمالي وزیرستان کې دې د طالبانو ضد لښکر جوړ کړل شي، د پاکستان د پوځ د کور کمانډرانو په غونډه کې ورکړل شوی دی.)) نوموړې لیکي، دا خبر هم د نورو دوو یا زیاتو خبرونو په حواله مخې ته راغلی دی. لومړی خو دا خبر، چې پوځ په شمالي وزیرستان کې د دې پوځ پلوې حقاني ډلې پر ضد د امریکا پر فشار سربېره د عملیاتو کولو امکان رد کړ. د حقاني ډلې وسله وال له قبایلي سیمو او په ځانګړي ډول له شمالي وزیرستانه، پر امریکايي، ناټو او افغان سرتېرو بریدونه کوي.
لیکواله وايي: ((دویم خبر د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې سي آی اې د مشر لیون پانیټا او د پاکستان د پوځ د مشر جنرال اشفاق پروېز کیاني ترمنځ د لیدو په اړه دی. پر دې مهال لیون پانیټا ویډیويي ثبوت وښود چې د پاکستان دولت پټ او په چل له وسله والو طالبانو سره یو ځای دی. په دې ویډیو کې ښودل شوي چې وسله وال په شمالي وزیرستان کې د بمونو جوړولو له دوو کارخانو روان وي، او دا ځای خالي کوي.)) د سي آی اې نتیجه په دې اړه دا وه چې کله له پاکستان سره د وسله والو د ځایونو په اړه مالومات شریک کړل شول نو د ۲۴ ساعتونو دننه وسله وال له هغه ځایه لرې کړل شول.
اسلام اباد: د امریکا د سي آی اې مشر لیون پانیټا او د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق پروېز کیاني. فرحت تاج وايي پانیټا ویډیويي ثبوت ثبوت ښودلی دی چې پوځ له اورپکو سره مرسته کوي. دا انځور د ۲۰۱۱ز کال د جون په یولسمه اخیستل شوی.

فرحت تاج پوښتنه کوي: ((ایا دا شونې ده چې په شمالي وزیرستان کې د اورپکو پر ضد دې لښکر جوړ کړل شي؟)) د نوموړې په خبره دوه قسمه داسې مسلې دي چې د دې پوښتنې ځواب ویلای شي. یو خو هغه لښکرونه ول چې د قبایلي سیمو اوسېدونکو په خپله خوښه او واک جوړ کړي ول لکه په اورکزو کې د علي خېلو او فېروز خېلو او په باجوړ کې د سالارزو لښکرې. دوی دا لښکرې ځکه چې جوړې کړې وې چې دولت یې ساتنه نه کوله.

فرحت تاج لیکي: (( له طالبانو سره د ټګۍ او پټې ملګرتیا پر مهال پوځ هغوی ته پوره ازادي ورکړې وه چې د علي خېلو او فېروز خېلو قبایلو د لښکرو کسان ووژني.)) علي خېل او فېروز خېلو بیا د دې پړه مستقیماً پر آی اېس آی واچوله او طالبان یې پړ و نه بلل. د سالارزو لښکر که څه هم په ډېرو معاملو کې بریالی وو خو ډېر زیات ځاني او مالي زیان ور په برخه شو. په ريښتوني ډول سالارزي هم په هر ځای کې د هدفي وژنو ښکار شول او ځان مرګي بریدونه پر وشول. سالارزو هم په دې هر څه کې آی اېس آی پړه وبلله.

فرحت تاج لیکي: ((د طالبانو ضد بل قسم لښکرې د حکومت په هڅولو جوړې شوې، لکه له ادم خېل درې سره نېږدي د اديزو لښکر. دې لښکر پرته له ځېنو کلاشنیکوفونو او نورې وسلې، له حکومته نور هیڅ ملاتړ نه دی تر لاسه کړی.))

فرحت تاج په خپله مقاله کې لیکي په قبایلي سیمو کې قبایل د پاکستان د پوځ او استخباراتو پر ادارو یا اېسټیبلېشمنټ باور نه لري. هغوی په دې پوه دي چې اېسټیبلېشمنټ دوه مخې تګلاره لري.

د نوموړې په خبره په شمالي وزیرستان کې یوه بله ستونزه دا هم ده چې خلک پر یو بل باور نه کوي ځکه چې په سیمه کې هر وخت وېره او ناکراري موجوده وي. هر کس په دې وېرېږي چې ښايي دا بل کس د آی اېس آی یا د طالبانو او یا هم د امریکا جاسوس وي.

فرحت تاج زیاتوي د سپټمبر د یولسمې تر پېښې مخکې په قبایلي سیمو کې لښکرې موثره وې او سوله ییزې جرګې کېدې. او اوس په شمالي وزیرستان کې ډېرو کسانو دا وېره څرګندول پیل کړي دي چې د اسامه بن لادن تر وژنې وروسته ښايي اوس د قبایلي مشرانو د وژنې یوه بله لړۍ پیل شي.
XS
SM
MD
LG