د لاسرسي ځای

په سعودي عرب کې ښځو موټر وچلول


د بشري حقونو فعالان وایي، په سعودي عربستان کی یو شمېرښځو نن پدي هیواد کي د ښځو په موټرچلولو باندي د مذهبي کسانو له خوا د لګول شوي بندیز په اعتراض کي موټرونه وچلول. د مظاهرو تنظیموونکو له هغو ښځو څخه چي په بهر کي یي د موټر چلولو جوازونه یا لایسنسونه اخیستي، غوښتې چي موټرونه دي راوباسي.
فعالان وایي، زیات شمېر میرمنو نن په ریاض کي موټر وچلاوه او کومه مهمه پیښه نده شوې.
د ښځو لپاره د موټر چلولو د بندیز پر ضد دا کمپاین وروسته له هغه پیل شو چي تېره میاشت یوه سعودي میرمن د موټرچلولو د ویدیو د ښودلو په جرم، ۹ ورځې بندۍ شوه.
په سعودي عربستان کي د ښځو د موټر چلولو د بندیز په اړه لیکلې احکام یا قوانین نشته خو ددي هیواد مذهبې مشران او ملایان ښځو ته د موټر چلولو اجازه نه ورکوي.
XS
SM
MD
LG