د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ناټو یو سرتېری وژل شوی


ناتو وایي، یو عسکر یې د افغانستان په جنوب کې د بمي چاودنې له وجې وژل شویدی.
دغه سازمان نن وویل، پیښه د پنجشنبې په ورځ شوې خو په دې اړه یې زیات څه ندي ویلي.
په روانې عیسوي میاشت کي تر اوسه په افغانستان کي ۳۰ بهرني عسکر وژل شوې او طالبانو د هغو سېمو د بیرته نیولو لپاره حملو ته زور ورکړی چي د ژمې په موسم کي یي له لاسه ورکړې وې.
په روان عیسوي کال کي تر اوسه ټول ټال ۲۳۶ بهرني عسکر په افغانستان کي وژل شویدي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG