د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان، امریکا یو بل ته اړتیا لري: ګېټس


د امریکا د دفاع وزیر رابرټ ګېټس وايي پاکستان او امریکا، پر پېچلو اړیکو سربېره، د یو بل ملګرتیا ته اړتیا لري او په سیمه کې د سولې لپاره د پاکستان رول ډېر مهم دی.
په پینټاګان کې د دفاع د وزیر په توګه د خپلې وروستۍ وینا پر مهال نوموړي وویل پاکستان د سیمه ییز ثبات او د منځنۍ اسیا په حواله ډېر مهم کردار لوبوی. د نوموړي له وینا سره سم، د ده په اند دا یو داسې تعلق دی چې پرې باید په مستقیمه ډول کار وشي. رابرټ ګېټس وايي په افغانستان کې د امریکا ستراتیژي بریالۍ کېږي. ګېټس وايي پاکستان هم د القاعده د مشر اسامه بن لادن تر وژنې وروسته د دې شبکې له ګواښونو سره مخامخ دی. د رابرټ ګېټس د دندې موده د روانې میاشتې په وروستیو کې پای ته رسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG