د لاسرسي ځای

اوباما او پیټرییس سره لیدلي دي


د امریکا ولسمشر باراک اوباما په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو له مشر جنرال ډېوېډ پیټرييس سره لیدلي دي.
اوباما د جولای په میاشت کې له دې هېواده د خپلو ځواکونو د ویستلو د لړۍ پر پیلولو له پیټرییس سره خبرې کړې دي. د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارنې وايي د لیدو پر مهال جنرال پیټرییس، اوباما ته، په افغانستان کې د سرتېرو د کمولو په اړه بېلا بېلې لارې په ګوته کړې دي. کارنې د دې لارو چارو په اړه تفصیل نه دی ورکړی. امریکا په افغانستان کې شا و خوا یو لک سرتېري لري.
XS
SM
MD
LG