د لاسرسي ځای

د صوابۍ شهاب د مرګ وروسته په خپل سکول کې پر اول نمبر



د خیبرپښتونخوا د پیښور خیبرسوپرمارکیټ په چاودنه او ځانمرګي برید کې له شاخوا ۴۰ وژل شویو کسانو څخه ۱۳ یی زده کونکي وو .

په دوی کې د شهاب په نوم زدکونکی د لسم جماعت په نتیجو کې په خپل په سکول کی په لومړی نمبر راغلی وو.

دده کورنی نن له مشال رډیوسره په خبرو کې وویل، چی هغه د صوابۍ په قاعد اعظم پبلک سکول کی سبق وایلو او په ځانمرګي برید کې د وژلو وروسته یې د امتحان نتایج راغلي چی له ۱۱۰۰ څخه یی ۸۳۵ نمبر اخسیتي په خپل سکول کې اول نمبر وړی دی.

په خیبرسوپرمارکیټ کی د جون پر مه نېټه ۱۱ ځانمګري برید ګڼ خلک مړه او ژوبل کړل چې پکې یو خبریال اسفندیار هم وژل شوی وو.
XS
SM
MD
LG