د لاسرسي ځای

تازه خبر

الظواهري د القاعدې نوی مشر


د القاعده شبکې په يوه انټرنټي پاڼه کې راغلي، ايمن الظواهري چې په خټه مصرى دى، د اسامه بن لادن پر ځاى و ټاکل کېږي.

اسامه بن لادن د روان کال مۍ میاشتې پر دویمه نېټه د پاکستان د خیبرپښتونخوا په ایبټ آباد کې د امريکايي سندري ځواکونو په یوې کاروايي تو کې ووژل شو.

د القاعدې ترهګرې شبکې خبري پاڼه وايي چې د شبکې مشرتابه د سلا مشورو وروسته پرېکړه وکړه چې د اسامه بن لادن پر ځای یې خپل نوی مشر ايمن الظواهري و ټاکلى .

دغه سازمان چې اوس يې نوى مشر رهبري کوي، خبردارى ورکړ چې د دوى په خبره د اشغالګرو کفارو په وړاندې به، چې په سر کې يې امريکا او د هغه تالي څټی اسرایيل راځي او هرهغه څوک چې ملاتړ یې کوي ،خپل جهاد ته ادامه ورکړي.

په اعلاميه کې د شمالي افريقا د هېوادونو د خلکو پاڅونونه ستايل شوي او له خلکو غوښتل شوي چې خپله مبارزه دې پسې وغزوي، چې د دوى په خبره فاسد او ظالم نظامونه چې د لوېديځ له خوا پر خلکو تپل شوي، نابود شي.

د بن لادن په ستاينه يوه ويډيو کې، چې د روانې مياشتې په پيل کې خپره شوې، ايمن الظواهري خبردارى ورکړ، چې اسامه به د قبر له حدودو هم امريکا ووېروي:

شېخ خپله کمبله ټوله کړه، خداى دې ورباندې ورحمېږي هغه د شهيد په توګه لاړ او موږ بايد د جهاد لار پرې نه ږدو، چې اسلامي هېوادونه له اشغالګرانو وژغورو او له ناانصافیو يې پاک کړو

ايمن الظواهري په مصر کې زېږېدلى، له اسامه وروسته له کلونو راهيسې د القاعده شبکې دويمه درجه مشر و. تر شپېتو کلونو کم عمر لري، اوس د امريکا د مطلوبه کسانو په ليست کې دى، د هغه د نيولو لپاره ٢٥ مليونه ډالره انعام ټاکل شوی دی.

د امريکا څارنوالان الظواهري په ١٩٩٨م کال کې په کينيا او تنزانيا کې په بمي حملو کې په لاس درلودلو هم تورنوي. د هغه د استوګنې ځاى نه دى معلوم، خو امنيتي سرچينې وايي ښايي دى به د افغانستان او پاکستان په سرحدي سيمو کې پټ وي.

الظواهري د یوې مړې مصري کورنۍ زوی چې غړي یې ډاکټران او پوهان دي .هغه د قاهرې په پوهنتون کې ډاکټري کړېده.

د ١٩٨٠مې لسيزې په نيمايي کې الظواهري په مصر کې د سخت دريځۍ له کبله درې کاله بندي شو او وروسته يې له اسامه بن لادن سره وکتل.

دوى دواړو د شوروي يرغل په وړاندې د جهاد لپاره د افغان مجاهدينو ملاتړ کاوه.

الظواهري په ٩٩٠يمه لسيزه کې په مصر کې د اسلامي جهاد د ډلې مشري واخيسته چې هدف يې په دې هېواد کې د يوه اسلامي دولت جوړېدل وو، دغه ډله وروسته له القاعده سره ملګرې شوه.

په پېښور کې د سیمې د چارو کارپوه رحیم الله یوسفزی وايي،دا دحیرانتیا خبره نه ده چې القاعدې الظواهري خپل نوی مشر وټاکلی ،هغه ځکه چې دی د اسامه بن لادن مرستیال وو او بله ده چې له دوی سره دده پرته بل داسې مهم کس هم نه وو چې د اسامه ځای یې نیولی وای.

رحیم الله یوسفزی زیاتوي چې د القاعدې د نوي مشر ټاکنه به د دوی پر هڅو کوم اغیز ونه غورزوي ،دده په خبره چې په پاکستان او افغانستان کې د هغوی تنظیم اوس ډېر کمزوری شوی دی او څه خاص فعالیت به ونه لري.
XS
SM
MD
LG