د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام آباد:حکومت د خبریالانو غوښتنه ومنله


خبریال سلیم شهزاد په ۳۱ مې د نامالومه کسانو لخوا د تېښتول کېدو وروسته ووژل شو
خبریال سلیم شهزاد په ۳۱ مې د نامالومه کسانو لخوا د تېښتول کېدو وروسته ووژل شو

سراج ظهیر اسلام آباد

په اسلام آباد کي د پارليمان مخي ته د ټول پاکستان صحافيانو دهرنا له هغې وروسته پای ته ورسېده چې دخبریال سليم شهزاد د وژني د پلټنو لپاره د سپريم کورټ د جج جسټس ثاقب نثار په مشری ۵ کسیزه جرګګۍ ( بينچ) جوړلو اعلان وشو.

د اطلاعاتو وفاقى وزيرې فردوس عاشق اعوان د خبریالانو دهرنې ته د وینا پر مهال وویل چې نن سهار دوی وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني له خوبه راپورته کړ او په هغه یې د کميشن جوړلو په پر سپارښتنه دلاس ليک کولو وروسته رسمي منظورى ورکړه.


فردوس عاشق اعوان وویيل، چې دا ۵ کسیزه جرګګۍ ( بينچ) به د سپريم کورټ د سينير جج ثاقب نثار په مشری کې دسليم شهزاد د وژني پلټنه کوي.

پر دې مهال د پاکستان فيډرل يونين اف جرنلسټ صدر پرويز شوکت د ۲۴ ساعته دهرنې ختمولو اعلان وکړ او ویې ويل چي په دهرنا کي برخوالو ټولو راغلو صحافيانو ته په خپله کامیابي مبارکي ورکوي.

یو مشر خبریال او شنونکی عرفان صديقي وايي، که حکومت په وخت دا کار کړي وي نونن به خبریالان دهرنې کولو ته نه وو اړشوي.هغه د حکومت لخوا د پلټونکې کمیشن جوړولو ګام وستایلی او تمه یې وښودله چې د سپريم کورټ سينیرجج جسټس ثاقب نثار به د سليم شهزاد د وژني پلټني په ښه توګه وکړي.


ياده دي وى چي تيره ورځ د پاکستان فيډرل يونين اف جرنليسټ د سيورى لاندي د ټول پاکستان نه راغلو صحافيانود سپريم کورټ د جج مشری کې د جوډيشل کميشن نه جوړلو پر ضد د پارليمان مخي ته د ۲۴ ګنټو د دهرني اعلان کړي وو چي پکې د پاکستان د سياسى مشرانو نوازشريف ، مولانا فضل رحمان ، زاهدخان، حاجى عديل،وسيم آختر او مشاهد حيسن په ګډون نوروسياسى مشرانو او د پاکستان بارکونسل صدرې عاصمه جهانګير او دغه ډول نور ګن شمير خلکو ګډون وکړ.

پر دې مهال دوی له حکومته غوښتنه وکړه چي د صحافيانو په وژلو کې چې هر څوک ککړ وي باید په ډاګه کړی شي ځکه چي دسليم شهزاد او ولى بابر په ګډون ګڼ شمېر خبریالان په بيلا بيلو پيښو کي وژل شوي دي چې تر اوسه یې قاتلان نه دي نيول شوي.
XS
SM
MD
LG