د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روس او چین ولسمشران سره ویني


ټوې ده چې د روس ولسمشر دیمیتري مېدوېدېف او د هغه چینايي سیال هو جن تاو به نن د روس په پلازمېنه ماسکو کې یو له بل سره لیده کاته وکړي. ویل کیږي د انرژۍ او تجارتي همکارۍ موضوګاني به د دوي د خبرو اترو په سر کې وي.

د دې مشرانو دا لیده کاته په داسې وخت کې کیږي چې دواړه له روس څخه چین ته د ګېس د اوږدمهاله رسونې پر سر د سلا کېدو په لټه کې دي.

تمه کیږي چې ولسمشر هو جن تاو او د هغه روسی سیال دیمیتري مېدېدیو به د منځني خیتځ او شمالي افریقا د حالاتو په ګډون پر ځینو نړیوالو موضوعاتو هم سره وږغیږي.

روس او چین دواړه په لیبیا کې د نېټو د هوايي عملیاتو مخالف وو او د شام د حالاتو په اړه یې د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا پلان هم نه دی منلی.

روس او چین لس کاله له مخه د ښه ګاونډیتوب ، دوستۍ او همکارۍ تړون لاس لیک کړی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG