د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې پنځه تنه نور ووژل شو


په کراچۍ کې د تاوتريخوالي په تازه پېښو کې د تېر یوه شواروز په ترڅ کې پنځه نور کسان وژل شوي دي. چې په دې سره په تېرو څلورو ورځو کې یې شمېر ۱۹ تنو ته رسېدلی دی.

د مشال ریډیو خبریال وايي چې د کراچۍ په ښار کې د امن راوستلو لپاره د ګورنر او وزیراعلی په مشرۍ کې په حکومتي اتحاد کې د شامل ګوندونو پيپلزپارټۍ ،عوامي نينشل ګوند او متحده قومي موومنټ د مشرانو یوه ګډه غونډه شوې ده .

په دې غونډه کې شریک درې واړه ګوندونه پر دې سلا شوي دي چې په ښار کې به پر دیوالونو لیکل شوي شعارونه پاکوي او پر حکومتي ودانیو ولاړي د ټولو ګوندونو جنډۍ به لرې کوي. او په غونډه کې امنیتي ادارو ته پوره واک ورکړل شوی دی چې د تاوتريخوالي په پېښو کې د ککړو عناصرو په ضد کاروايي وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG