د لاسرسي ځای

تازه خبر

رابرټ ګېټس:موږ دکرزي خبرو ته سم پام نه کاوه.


د امریکا د دفاع وزیر روبرټ ګېټس وايي چې امریکا په افغانستان کې د شاوخوا یوې لسېزې د جګړې په ترڅ کې د افغان ولسمشر حامد کرزي خبرو ته زیاتره وخت سم غوږ نه دی نیولی.

روبرټ ګېټس وایي، په ایماندارۍ سره زه دا فکر کوم چې موږ دا ښه کار نه دی کړی چې اکثره مو د ولسمشر کرزي خبرو ته غوږ نه دی نیولی. هغه ستونزې چې دی یې اوس په ولس کې په اړه خبري کوي په اصل کې هغه دي چې ده یو یا دوه کاله له مخه موږ ته کولې.

روبرټ ګېټس د چارشنبې په ورځ د امریکا د پارلمان غړو ته د وینا پر وخت وویل موږ ته له عراق څخه مالومه ده چې د امنیت شخصي کمپنۍ ستونزې جوړوي او موږ باید دا کار له مخه لا افغانانو ته سپارلی وای.

روبرټ ګېټس دا هم وویل چې افغان ولسمشر حامد کرزي ده ته ویلي چې په دوه زره څوارلسم کال کې به ولسمشري پرېږدي.
XS
SM
MD
LG