د لاسرسي ځای

شمالي وزیرستان :ډرون برید درې مشکوک اورپکي ووژل


د شمالي وزیرستان د ایشا او ملا کږدر په منځنۍ سیمه کې د مشکوکې امریکايي بې پیلوټه الوتکې په برید کې لږترلږه درې مشکوک اورپکي وژل شوي دي.

د مشال ریډیو خبریال د پولیټکل انتظامې د چارواکو له خولې وايي چې مشکوکې امریکايي بې پیلوټه الوتکې تېر ماښام د اونیمو بجو به شاوخوا کې د وسله والو طالبانو یو موټر په داسې وخت کې په درې توغندیو وویستی چې له ټل څخه د میرانشاه پر خوا روان وو.

تر دې له مخه پرون په جنوبي وزیرستان کې هم د مشکوې امریکايي بې پیلوټه الوتکې په دوو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰مشکوک اورپکي ووژل شو.

امریکا له څه باندې تېر یوه کاله راهیسې له افغانستانه سره پر پوله د پاکستان په قبایلي سیمو کې د اورپکو د په نښه کولو لپاره بریدونه زیات کړي دي.
XS
SM
MD
LG