د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراق:ځانمرګو بریدونو ګڼه مرګ ژوبله رسولې


دنهې په ورځ وسله والو او ځان مرګو برید کونکو د عراق په مرکزي سیمه کې دیو صوبايي حکومت په ودانۍ برید کې لږ تر لږه نهه کسان وژلي، او پنځه ویشت نور یې ژوبل کړي.

وروسته عراقي ځواکونو چې امریکايي ځواکونو یې هم مرسته کوله د ودانۍ کنترول په خپل لاس کې واخیست.

دا برید د سرښار بغداد شمال ختیز لوري ته په ۶۰ کیلومیټرۍ کې پروت ښار ( بعقوبه ) کې ترسره شو .

عیني شاهدان او ځايي چارواکي وايي لږ ترلږه پنځو وسله والو کسانو او دوو ځان مرګو برید کونکو په دې برید کې برخه اخیستې وه . راپورونه وايي په برید کې لږ تر لږه درې وسله وال کسان هم وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG