د لاسرسي ځای

دقازاقستان په استانه کې د شانګهای غونډه


دقازاقستان په سرښار ( استانه ) کې نن د شانګهای تنظیم دغړو هیوادونو سرمشریزه جوړیږي چې ددې تنظیم لسمه کلیزه یې هم ورسره لمانځل کیږي .

د د شانګهايي د همکارۍ دتنظیم دلاندې چین ، روسیه ، کزاکستان ، کرغزستان ، ازبکستان ، او تاجکستان د امنیت او سوداګرۍ په څانګو کې همکاري کوي.

په دې سرمشریزه کې د روسیې ولسمشر دیمیتري میدوېدېف او د چین ولسمشر هوژنتاو برخه اخلي ، همدارنګه د پاکستان او ایران ولس مشران اصف علي زرداري او محمود احمدي نژاد د څارونکو په حیث د سرمشریزې برخه وال دي.

بل پلو اټکل کیږي چې دافغانستان ولس مشر حامد کرزی به دمیلمه په حیث په غونډه کې برخه اخیستې .

دقازاقستان چارواکي وايي دسرمشریزې د رسمي غونډې په څنګ کې به د یادو شویو هیوادونو مشران دیو بل سره ځانګړې لیدنې هم ترسره کوي.
XS
SM
MD
LG