د لاسرسي ځای

پکتیا:ځانوژونکي برید درې پولیس وژلي


د پکتیا چارواکي وايي، یوې ځان وژونکې حملې نن ماسپښین ددې ولایت په سید کرم ولسوالۍ کې درې پولیس ووژل.

د پکتیا د والي ویاند روح الله سمون ازادي راډیو ته وویل، ځان وژونکي پلی واو غوښتل د سید کرم ولسوالۍ ودانۍ ته ننوخي، خو ددې ودانۍ په لومړۍ پوستې کې د پولیسو له مقاومت سره مخ شو او ځان یې والوزاوه.

نوموړي وویل، د ځان وژونکي حمله کوونکي د هویت د معلومولو په اړه تحقیقات روان دي.
د پیښې مسئولیت تراوسه چا پرغاړه نه دی اخیستی خو د دارنګه حملو مسئولیت تل وسلوالو طالبانو منلی.
XS
SM
MD
LG