د لاسرسي ځای

افغانستان:د کاپیسیا ځانمرګي برید اوه تنه وژلي


په افغانستان کې نن دیوې ځان مرګي بريد په پایله کې لږ تر لږه اووه کسان ووژل شول . دا پېښه دافغانستان د پلازمیني کابل په شمال ختیز ولایت کاپیسا کې رامنځ ته شوې ده .

ددې ولایت ویاند حلیم یار رسنیو ته ویلي چي ځان مرګي برید کونکي د والي عزیز الرحمان تواب د فتر ته نږدې خان الوزولی دی.
په دې پېښه کې ګڼ شمیر کسان ژوبل شوي هم دي. د پېښو په قربانیانو کې د پولیسو دوه سرتیري او پنځه ولسي کسان شامل دي.
له افغانستان نه یو بل خبر دا دی چې دهیواد مرستیال ولس مشر کریم خلیلي او د داخله چارو وزیر بسم الله محمدي په وردګ ولایت کې له راکټي برید نه ژوندي راوتلي دي.
XS
SM
MD
LG