د لاسرسي ځای




دبلوچستان ډاکټرانوو له هغه وروسته چي ددوی پر یو لاریون اوښکي بهوونکی ګاز وشیندل شوو، په لسګونونور یې دپولیس له خواونیول شوو، او شاوخوا اته ډاکټران په ډزو ژوبل شوو، نن دسرکاري روغتونوبرسیره په شخصي روغتونو او شعبه حادثات کي هم هړتال اعلان کړی.

دډاکټرانويوه مشـــر ډاکټر رشیدپه خبري غونډه کي وویل؛زموږ هیڅ بله اراده نه وه، موږ هلته يواځي پرامنه لاریون کول غوښتل. لاکن دصوبائي حکومت په ویلو پولیسو موږ هلته پرې نه ښوول. پولیسوموږ په کوتکو ووهلو . او په ډزو کي يې زموږ ترشلوزیات ډاکټران ټپيان کړه؛



په سنډيمن روغتون کي په دې لاریون کي ټپي شوي يوه ډاکټر ډاکټرمحمدفهیم له مـشال سره په خبرو کې وویل،موږ پرامنه لاریون د وزیراعلی هاوس پرلور تلو. چي پولیسوپه موږ اوښکي بهوونکی ګاز وشیندل، ډزي يې راباندي وکړې. او په همدې ډزو کي زموږ ځيني ډاکټران ژوبل شول، اوپاتې يې ګرفتار کړل؛

بلي خواته دلاریون په ځای کي دپولیسو يوه مشر ایس پي سټي عبدالله اپریدي دهمدې لاریون په اړه مشـال ته وویل؛ډاکټرانوته موږ مخکې هم ویلي وو، چي ستاسوغوښتني پرځاې دي. خوددې لپاره تاسوبايد پریس کلب ته ورشی. د وزیراعلی کور او داسيمه ریډ زون دی. اودلته تاسولاریون نشی کولی. ډاکټرانوزموږ خبره ونه منله. اوهغه اغزن تار يې مات ي کړ. چي بیاوروسته موږ ددوي په نیولو مجبوره شوو؛



که څه هم ډاکټران تور لګوي، ډزي دپولیسوله خواپرې وشوې، او ددوی يې اته ملګري ژوبل کړي. خودپولیسویادشوی مشردا تورونه ناسم بولي. اوزیاتوي ډزي پخپله دلاریون کوونکوډاکټرانوله خوا شوې.
په دې برسیره چي پرون ډاکټرانوله اوپي ډیز سره سره په شعبه حادثات کي هم دهړتال اعلان وکړ. دډاکټرانوداتحاديې يومشرډاکټرکمال خان مندوخیل وايي ،په شخصي روغتونوکي يې هم کاربندیزپيل کړی.

سره له دې چي ډاکټرکمال خان وائي په شخصي روغتونوکي يې هم هړتال پيل کړی، خوآزادي سرچینې او دسیمي خلک وائي په شخصي روغتونوکي يې هړتال لاهم پيل شوی نه دی.


دحکومت بلوچستان له خواپه خپرې شوې يوه خبرپاڼه کي د وزیراعلی بلوچستان له خواويل شوي. ډاکټران دي خپل هړتال ختم کړي،او له صوبائي حکومت سره دي دخبرو له لاري خپلي ستونځي هواري کړي. خبرپاڼه د وزیراعلی نواب اسلم رئيساني له خولې لیکي.

دحکومت بلوچستان له اولي ورځي همدا موقف دی، چي تربجټ وروسته به دنورو صوبوله اعلی چارواکوسره ويني، او په ټولوصوبوکي به يورنګه میاشتنی معاش ډاکټرانوته ورکړل کېږي. دیادوني وړه ده چي په بلوچستان کي له تیرو دوو میاشتوراهیسي په سرکاري روغتونوکي دډاکټرانوهړتال روان دی. خوپه شخصي روغتونوکي يې کار ترپخواډېرښکاري.
XS
SM
MD
LG