د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د سي آی اې مخبران نیولي دي


رپوټ ګل آیاز

نیویارک ټایمز ورځپاڼه د امريکايي چارواکو له خولې لیکي چې د پاکستان پوځي استخباراتي ادارې ځینې پاکستاني مخبران نیولي چې د امریکا سي آی اې ته یې په میاشتو میاشتو مالومات ورکول چې د اسامه بن لادن وژلو ته یې لاره هواره کړله.

ورځپاڼه زیاتوي چې په وژل شویو کسانو کې د پاکستاني پوځ یو میجر چې د سي آی اې مخبر ګاډو ته یې نمبر پلېټونه جوړکړي نیولی دی.

د سي آی اې لپاره د مخبرۍ په تور د نیولو په سرکاري توګه پخلی نه دی شوی خو د روان کال د مې میاشتې پر دویمه نېټه د القاعدې مشر اسامه بن لادن دوژلو وروسته د امریکا او پاکستان تعلقات کړکېچن شوي دي.

بلخوا د پاکستان پوځ د تعلقاتو عامه ادارې د نیویارک ټایمز ورڅپاڼې دا خبر رد کړی چې د پوځ یو میجر یې د مخبري په تور نیولی دی.د آی اېس پي آر لخوا خپور شوي بیان دا خبره دروغ او بې بنیاده بللې.

خو په اسلام آباد کې خبریال سلیم صافی وايي په ایبټ آباد کې د اسامه بن لادن د وژل کېدو وروسته د امریکا لاس پر پاکستان بر شوی دی.دی زیاتوي چې د دویم مۍ له پېښې مخکې د پاکستان لاس بر وو .دده په خبره د پاکستان او امریکا اړیکي اوس په مجبورۍ ولاړې دي.

سلیم صافس وايي د اسامه د وزل کېدو ورسته امريکا د کانګرس له لارې،د سېنېټریانو له لارې د میډیا له لارې پر پاکستان خبل فشار سیوا کوي.

بلخوا د امریکا پوځي چارواکي او د پارلمان غړي هم پر پاکستاني پوځ له اورپکو سره د اړیکو لرلو تورونه لګوي.د امریکا کانګرس غړي ډن برټن په وروستیو کې د مشال مرکزي خبري څانګې ته ویلي وو چې په پاکستان کې دننه ځینو خلکو اسامه بن لادن ته پناه ورکړې وه.

ښاغلی برټن وايي، چې یقین لري چې د استخباراتي سرچینو له لارې به ګټور مالومات ترلاسه کړو او زموږ موخه القعده او طالبانو ته ماتې ورکول دی٬٬

دا راپورونه چې په پاکستان کې د سي آی اې مخبران نیول شوي دي نو په دې سره به د امریکا او پاکستان ترمنځ واردمخ لانجمن تعلقات نور څومره اغېزمن شي.



په پاکستان کې د دفاعي چارو کارپوه عایشه صدیقه وايي، څرګنده ده چې تعلقات سم نه دي او نور پسې خرابېږي.او بله دا چې د پاکستان او امریکا تعلقات یو سمت لري.په دې کې وړاندې هم له ستراتیژیکي پلوه کړکېچ راغلی وو چې د دواړو پر ملکي مفاداتو یې هم اثر غورزولی دی.٬٬

عایشه صدیقه زیاتوي ، که تاسو د ملکونو تعلقاتو ته وګوری دا تل له یو پړاو څخه تېرېږي او اوس د پاکستان او امریکا تعلقات هم یو داسې موړ ته رارسېدلي چې د یوه ملک ګټې له بل سره په ټکر کې راغلې او له همدې کبله ددوی د حکمت عملۍ یا ستراتیژيکي په سوچ کې بېلتون تر سترګو کېږي.دا چې اوس کومه واقعه رامنځ ته شوې نو داسې ښکاري چې د باکستان په پوځ کې درزونه دي یوه ډله له امریکا سره همکاري او مرسته کول غواړي او بله بیا وايي چې نور د امریکا امرمنلو ته تیار نه دي.٬٬

عایشه صدیقه وايي امریکا چې له پاکستان سره څومره مالومات شریکوي هغومره په بدل کې پاکستان مالومات ورکوي تر هغې زیات پاکستان نه غواړي چې مالومات ورته وسپاري.ددې په خبره دا اوس د کاڼي کرښه ده چې د دواړو ملکونو ترمنځ په تعلقاتو کې درزونه ډېرېږي.او د دواړو ملکو نوپوځونه په جلا جلا طریقو سوچ او فکر کوي.
XS
SM
MD
LG