د لاسرسي ځای

د پاکستان پارلمان مخې ته د خبریالانو دهرنا


دپاکستان خبریالانو نن په اسلام اباد کې د پارلیمان مخې ته پر دهرنا دي. دوی له حکومته غوښتنه کوي چې د وژل شوي خبریال سلیم شهزاد د وژنې د تحقیقاتو لپاره دې قضايي کمیشن جوړ کړي .

دپاکستان حکومت دشرعي عدالت د یو قاضي په مشرۍ کې د کمیشن اعلان کړی خو صحافیان وايي دسپریم کورټ د جج په مشرۍ کې دې کمیشن وټاکل شي.

سلیم شهزاد د مۍ په ۲۹ نېټه په اسلام اباد کې تر تښتول کیدو وروسته په مرموز ډول وژل شوي و و.
XS
SM
MD
LG