د لاسرسي ځای




دامریکا داستازو جرګې د د فاعي لګښت د یو بل منظوري ورکړې ده چې له مخې یې پاکستان سره دامریکا په مرستو محدودیتونه لګول کیږي او یو پلاوی به ټاکي چې دافغانستان په جنګ کې دامریکا د ونډې څارنه وکړي.

ددې پریکړې له مخې پینټا ګون ته پنځه سوه او دیرش بلیونه ډالره ورکول کیږي او له دې جملې نه به ۱۱۹ بلیونه ډالره دامریکا حکومت د عراق او افغانستان په جنګ کې مصرفوي.

دا بل د ولس مشر بارک اوباما د غوښتنې نه نهه بلیونه ډالره کم دی.

ددفاعي لګښتونو بل به پاکستان سره د یو اعشاریه یو بلیونه ډالرو دمرستو پنځه اویا فیصده ځان سره ساتي چې ددې پیسو د لګښت په اړه دامریکا کانګرس ته راپور وړاندې شي.
XS
SM
MD
LG