د لاسرسي ځای

پر سوریا نړیوالې نیوکې


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د سوریا رژیم په غندلو کې تر اوسه پرمختګ نه دی کړی او د پرېکړه لیک منظورول د ځنډ ښکار دي.

دا پرېکړه لیک ځکه وړاندې شوی دی چې د سوریا رژیم پر مظاهره کوونکو بریدونه کړي دي او وژلي او نیولي یې دي.

رپورټونه وايي سوریايي امنیتي ځواکونو په جسرالشغور سیمه کې په سلګونو خلک نیولي دي. د خلکو نیونې تر هغې وروسته شوې دي چې د ولسمشر بشارالاسد پوځ دا وړوکی ښار بیا ونیوه.جسرالشغور له تورکیې سره په پوله پرته سیمه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند مارک ټونر ویلي اسد نه غواړي بدلون راولي: « پر بې ګنا ولسي وګړو د هیلي کاپټرو او ټانکونو له لارې بریدونه کول په ښکاره ډول وښيي چې اسد د بدلون هوډ نه لري. څه چې زه فکر کوم نو موږ باید له خپلو اوروپايي ملګرو سره کار وکړو، په سیمه کې له خپلو ملګرو سره کار وکړو او هڅه وکړو چې په سوریا پر حالاتو زیاته توجه ورکړو او اسد ته دا ښکاره کړو چې دا کارونه بس کړي.»

هلته ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی دی چې لږ تر لږه لس زره سوریایان کډوال شوي دي.
XS
SM
MD
LG