د لاسرسي ځای

تازه خبر

برېتانییا :ایران دې ګرفتار مظاهرهچسان خوشي کړي


برېتانیې پر ایران ټینګار کړی دی چې په پلازمېنې تهران کې نیول شوي مظاهره چیان دې خوشې کړي.

په تهران کې امنیتي سرتېرو د مظاهرې پر مهال ډېر کسان نیولي دي. مظاهرې د ۲۰۰۹ز کال د لانجمنو ولسمشریزو انتخاباتو د دویمې کالیزې پر مهال شوې دي.

د منځني ختیځ لپاره د برېتانیې د بهرنیو چارو یوه مرستیال وزیر ویلي د زیاتې اندېښنې وړ، باوري رپورټونه دي چې مظاهره چیان نیول شوی او د هغوی پر ضد له تشدده کار اخیستل شوی دی.

د بیان ترمخې برېتانیې پر ایران غږ کړی دی چې د وژل شوي خبریال رضا هودا صابر د وژنې سمدستي او کره پلټنې وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG